نن په بامیانو کې یاد اواران ډلې د دولتي او غیردولتي بنسټونو په همکارۍ د بودا ورانو شویو مجسمو د ۱۷ مې کالیزې په مناسبت له بودا سره د یوې شپې فرهنګي او هنري جشنوارې شپږم پړاو جوړ کړ.
د بودا مجسمو د لهمنځه وړلو د کالیزې په را رسېدو سره فرهنګي ډلې او مدني فعالان هر کال د بودا ورانو شویو مجسمو ته بېلابېل فرهنګي او هنري پروګرامونه جوړوي.
د دې جشنوارې جوړوونکې او د یاد اوران ډلې مدیره زهرا نارین وايي، دغه جشنواره چې د کتاب نندارتون، د لاسي صنایعو نندارتون، علمي غونډه، د تیاتر ننداره او د اعتراض په ډول پلی تګ پهکې شامل دي؛ د درېیوو ورځو لهپاره په بامیانو او سویډن، سویس، ناروې، آسټرالیا، کاناډا، ترکیې او اتریش هېوادونو کې جوړېږي.
د بامیانو والي محمدطاهر زهیر وايي، د داسې پروګرامونو تنظیمول افغانستان کې له فرهنګي میراثونو څخه د خونديتابه په پار خورا مهم دي.
ښاغلی زهیر زیاتوي، د بامیانو اداره د زورواکیو او متنفذینو لاسوهنې له کبله تاریخي سیمو کې د خپل سرو ودانیو جوړولو مخنیوي کې بریالۍ نهده.
لهدې سره بامیانو کې ځېنې فرهنګي فعالان وايي، افغان حکومت باید له فرهنګي میراثونو د خوندي ساتلو لهپاره پام زیات کړي.
د بامیانو فرهنګیان او د پوهنتون استادان دې پروګرام کې د علمي طرحو په وړاندې کولو سره له حکومته غواړي، د صلصال بودا په مخ کې یو موزیم جوړ کړي او د بامیانو ټول تاریخي اثار دغه موزیم کې ځایپرځای کړي.