فراه کې د ملي‌اردو د یوې چورلکې لوېدو ۲۵ تنه وژلي

د فراه د والي ویاند ناصر مهري سلام وطندار ته وویل نن سهار د ملي‌اردو یوه چورلکه د یاد ولایت د اناردرې ولسوالۍ کې له غره سره له لګېدو وروسته را لوېدلې ده.

د ښاغلي مهري په خبره، د دې پېښې په پایله کې ۲۵ تنه وژل شوي چې په وژل شویو کې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو مرستیال نعمت‌الله خلیل، د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور، د همدې شورا غړې جمیله امیني او د ملي‌اردو او ملي پولیسو یو شمېر منصوبین او افسران هم شامل دي.

د فراه د والي ویاند د یادې پېښې لامل د هوا خرابوالی په ګوته کړ.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعمتي هم وایې، نن سهار له فراه نه هرات ته دوې چورلکې په لاره وې چې یوې یې د لارې په اوږدو کې را لوېدلې ده.

د ښاغلي نعمتي په وینا، په را لوېدلې چورلکې کې د فراه ځايي چارواکي او د ولایتي شورا غړي ناست وو.

دا په فراه ولایت کې د ملي‌اردو دویمه چورلکه ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې را لوېږي.

طالبانو اعلان وکړ چې دا چورلکه د دوی د ملګرو د برید په پایله کې را لوېدلې؛ خو د فراه ولایت ځايي چارواکي بیا دا ادعا بې‌بنسټه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام