فراه؛ پر څو کورونو د هاوان لګېدو له امله ۴ ماشومان وژل شوي

دا پېښه پرون مازدیګر د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند محب‌الله محب سلام‌وطندار ته ویلي چې د بالابلوک ولسوالي په «شیوان» سیمه کې پر دوو کورونو د هوان څو ګولۍ لګېدلي چې له کبله یې ۴ ماشومان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد راکټونه د طالبانو له لوري د خلکو پر کورونو ويشتل شوي دي.

د بالابلوک ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې په یاده پېښه کې دوه تنکي ځوانان او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دوی وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه راکېټونه د طالبانو که د امنیتي ځواکونو له لوري ويشتل شوي، خو په وینا یې، دولت باید دا پېښه وڅېړي.

طالبان ادعا کوي چې یاد راکټونه د افغان پوځ له لوري ويشتل شوي، خو امنیتي ځواکونه وايي، دا کار طالبانو کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام