فرانسوي زین الدین زیدان د ریال ماډرید نوی روزونکی وټاکل شو

د فرانسې فوټبال ملي او هسپانوي کلپ ریال ماډریډ لوبډلې پخوانی لوبغاړی مسلمان ۴۳ کلن زین الدین زیدان د ۵۵ کلن رفال بینیټز په ځای ونیوه.

زیدان د ریال ماډریډ کلب مشر فلارنیټینو پریز له خوا ددې لوبډلې د نوي مشر په توګه په دنده وګومارل شو او پخوانی مشر رفال بینیټیس یې له دندې وشاړه.

د یادونې وړ ده، چې رفال بینیټیز د نیږدی ۷ میاشتو له پاره د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې د روزنې په مشري په غاړه لرله چې مالمو لوبډلې ته ۸ د ۰ ګولونو په وړاندې او ریال والیکانو لوبډلې ته ۱۲ د ۲ ګولونو په وړاندې ماتې د ریال ماډریډ په ګټه د دغه روزونکي سترې بریاوې وې.

که څه هم د رفال بینیټیز د شړلو لامل تراوسه نه دی اعلان شوی خو ویل کیږي، چې دتیرکال په نومبر میاشت کې په خپل کوربتوب بارسلونا ته د ریال ماډریډ ۴ د ۰ په وړاندې ماته خوړل او د کریسټیانو رونالډو سره خړې پړې اړیکي ښایي د رفال بینیټیز د شړلو مهم لاملونه وي.

د بینیټیز په روزنه کې ریال ماډریډ ټولټال ۲۵ سیالۍ ترسره کړي چی په ۱۷ کې یې بریاوې خپلې کړي او په ۳ لوبو کې لوبډله له ماتې سره مخ شوه.

دغه راز د بینیټیز په روزنه کې ریال ماډریډ په وروستیو ۵ سیالیو کې ټولټال ۲۵ ګولونه ترسره کړل، خو د کلب مشر پیریز اعتماد یې ترلاسه نه کړای شو.

د ریال ماډریډ کلب مشر فلارنټینو پیریز له خوا رفال بینیټیز د داسې یو بل مشر زیدان له پاره له دندې ګوښه کیږ،  چې څو کلونه وړاندې د همدې کلب له پاره لوبیده او په نړیواله کچه د روزنې کومه ځانګړې تجربه هم نه لري.

د رفال بینیټیز وړاندې د ریال ماډریډ فوټبال کلب مشر فلارنټینیو د دې کلب د تاریخ ترټولو کامیابه روزونکي کارلو انسیلوټي هم په حیرانوونکې توګه له دندې لرې کړی و.

د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې د مشر روزونکي او منیجر دندې ترلاسه کولو وروسته زین الدین زیدان رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د خپل زړه او روح څخه به د ریال ماډریډ د بریاوو له پاره خپله دنده پرمخ یوسي او هیلمن دی بریالي اوسي.

د ویلو ده، چې درفال بینیټیز په روزنه کې بیګا شپه ریال ماډریډ د هسپانیې په لالیګا سیالیو کې د ولنسیا لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، چې په دوه دوه ګولونو برابره پای ته ورسیده.

اوسمهال د هسپانیې په روانو لالیګا سیالیو کې ریال ماډریډ لوبډله له لومړي مقام اټلاټیکو ماډریډ څخه ۴ خو له بارسلونا څخه بیا ۲ امتیازه وروسته درېیم مقام له ځان سره لري.

فرانسوی زین الدین زیدان د ریال ماډریډ کلب د اوسني مشر فلارنټینیو په ۱۲ کلنه مشرۍ کې ۱۱ م روزونکې دی، چې په دنده ګومارل کیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام