ویل کیږی چې په دې ولایت کې د جنبش او جمعیت د قوماندانانو ترمنځ جګړه له درېیو ورځو وروسته اوس پای ته رسیدلې.
سیمه ییزو امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړی لوا ویاند جګړن محمد رضا رضايي سلام وطندارته وویل، چې د جنبش ګوند داړوند قوماندان نظام الدین قیصاري او د جمعیت ګوند د اړوند قوماندان جنرال فاروق قاطع ترمنځ نښته، چې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د المار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کې روانه وه پای ته ورسیده.
په فاریاب کې د ملي اردو د لومړي لوا ویاند وايي، چې د دغو د واړو ګوندونو ترمنځ په درې ورځينۍ خپل منځي نښته کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه دالمار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کې ملي اردو شته، خو د فاریاب سیمه ییزې ادارې تراوسه ملي پولیسو، او څيړونکي پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې د المار ولسوالۍ چغاتک سیمه ته لاړشي.
په فاریاب کې د جنبش ځانګړی استازی نظام الدین قیصار وایي، چې د المار ولسوالۍ په چغاتک کلي کې د جنبش او جمعیت ګوندونو د قومندانانو ترمنځ هغه مهال نښته پیل شوه، چې د جګړو له امله له میمنې ښار نه بې ځایه شوی کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستانیدل، خو د جمعیت ګوند د قوماندان جنرال فاروق پلویانو پرې برید وکړ.
نوموړی د جمعیت ګوند هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د جنبش اړوند کسانو له طالبانو سره یوځای پر قومندان فاروق برید کړي او زیاته یی کړه چې لومړی د جنرال فاروق پلویانو پر کډوالو او د جنبش ګوند پر غړو برید وکړ.
خو په فاریاب ولایت کې د جمعیت ګوند استازی اسدالله جمالي بیا سلام وطندارته وویل، په چغاتک سیمه کې لومړی د جمعیت ګوند د قوماندان غلان فاروق پر کور د جبش ګوند قوماندان نظام الدین قاطع وسله وال برید کړی دی.
نوموړي وویل، چې د جنرال فاروق پرکور د جنبش ګوند د مشرانو په دستور له طالبانو سره په همغږۍ برید شوی ترڅو د جمعیت ګوند دغه قوماندان ووژني.
د جمعیت ګوند استازی اسدالله جمالی خبر داری ورکوي که له چغاتک سیمې څخه جنبش ګوند خپل وسله وال کسان ونه باسي ددې دواړو ګوندونو ترمنځ به نښتې لاهم پراخې شي.
تراوسه په فاریاب کې ملکي او پوځي چارواکو په المار ولسوالۍ کې د جنبش او جمعیت ګوندونو د قومندانانو ترمنځ د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د فاریاب ولایتي روغتون چارواکي وايي، چې روغتون ته یې د جنبش او جمعیت ګوند د قومندانانو ترمنځ د نښتو له امله د ښځو په ګډون ۱۵ ټپیان وروړي دي.
په همدې حال کې د بلخ سرپرست والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطا محمد نور په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې تېره شپه طالبانو د فاریاب پر المار ولسوالۍ برید وکړ او هڅه یې وکړه چې دا ولسوالۍ ونیسي، خو د اسلامي جمیعت ګوند د غړي غلام فاروق قاطع په مشرۍ د ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول او ماته یې وخوړه .
نوموړی لیکلي، چې د طالبانو برید پر شا تمبولو وروسته د افغانستان د ملي جنبش ګونډ ملاتړو وسله په شمال کې د دوستم د قوماندانو په دستور او همکارۍ د جنرال فاروق پر کور برید کړی او جګړې تر پرون ورځې پورې دوام درلود، چې د نښتې په پایله کې د جمعیت ګوند د ځوانانو د رییس په ګډون له دواړو لورو یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ والي لیکلي، چې د نښتې له پیل سره سم یې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز او د ملي امنیت لوی ریاست له سرپرست سره اړیکه نیولې ترڅو دغه اور مړ کړي، خو دوی هېڅ اقدام و نه کړ.