د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش د دې پېښې د تایید ترڅنګ وایي، یاده ښځه ۲۳ کلنه وه او تېره شپه د میمنې ښار په څلورمه ناحیه کې د ورور له لوري وژل شوې ده.
د یورش په وینا، د یادې ښځې ورور د نوموړې تر وژل کېدو وروسته تښتېدلی او تراوسه یې په تړاو څوک نهدي نیول شوي، خو په تړاو یې د پولیسو څېړنې روانې دي.
په همدې حال کې د فاریاب د عامې روغتیا د عدلي طب د ښځو برخې مسووله فرهنګیس وايي، یاده ښځه ۱۱ چاقو وهل شوې ده.
د فرهنګیس په وینا، له یادې ښځې دوه بچیان پاتې دي.
بلهخوا د فاریاب د بشري حقونو د دفتر کارکوونکی حمیدالله عظیمي وايي، په وروستي یو کال کې یې د قتل او ځان وژنې ۳۲ قضیې ثبت کړې دي.