فاریاب؛ هغه طالبان ووژل شول چې د یوې کورنۍ ۶ غړي یې وژلي وو

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، افغان ځواکونه د طالبانو هغه درې غړي وژلي چې وړمه شپه یې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي وو.

یورش زیاتوي، د طالبانو دغه غړي بېګاه شپه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او په وینا یې، د یادې ډلې ۴ نور غړي ټپیان شوي هم دي.

د فاریاب د اندخوی ولسوالي محلي مسوولانو پرون ویلي وو چې د بیدار په نوم د طالبانو د یوې ډلګۍ مشر له خپلو وسله‌والو سره د دغې ولسوالي په خانقا سیمه کې یوه کور ته دننه او د کورنۍ غړي یې ووژل.

د دوی په وینا، په پېښه کې د یوه څلوېښت ورځني ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

خو د طالب ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې د دې ډلې د غړیو له لوري د یادو کسانو د وژلو خبر رد کړی دی.

اړوند مطالب:

فاریاب کې طالبانو د يوه نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام