د غور سیمهییزچاروکي د ملي پیوستون د پروژو په پلي کولو نیوکه کوي، وایي په دې ولایت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ډېرې پروژې د سیمهییزو زورواکیو او وسلهوالو کسانو د لاسوهنو له امله ښه کیفیت نهلري.
د غور ولایت د والي ویاند عبدالحي خطیبي سلاموطندار ته وویل، ډېرې هغه پروژې چې د ملي پیوستون له لارې په دې ولایت کې پلي او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چندان ښه کیفیت نه لري او ډېر ژر لهمنځه ځي.
د خطیبي پر وینا، یو شمېر سیمیز چارواکي او د ملي شورا یو شمېر غړي له خلکو د رایو اخیستلو او د هغوی د پام راجذبولو پهپار پراختیایي پروژې په خپله ګټه کاروي.
د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیرقادري هم په پراختیایي پروژو کې د زورواکیو لاسوهنه تایدوي، وایي چې دا کسان د پراخیتیایي پروژو بودیجه خپلو جېبونو کې اچوي.
قادري زیاتوي، د دغو پروژو نه څار د دې لامل شوی، چې د ملي پیوستون ټولې پروژې بې کیفیته او بېمعیاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ده په خبره، په دې ولایت کې د پروژو ډېرې پیسې د څوو ډلو لهخوا په خپلو کې وېشل کېږي، چې له امله یې بیا سړکونه، پلچکونه او بندونه بېکیفیته راځي.
خو د غور ولایت د ملي پیوستون مسوول گل زمان نایب د سیمهییزو چارواکیو دغه ادعا ردوي، وایي چې د دوی د یوې پروژې پیسې هم د خلکو د استازیو او یا د زورواکیو لهخوا نه دي وهل شوي او دوی د خپلو پروژو په پلي کولو کې ډېر بریالي دي.
نایب همداراز زیاتوي، چې دوی په روان کال کې په دې ولایت کې د «ساتنې او پاملرنې» تر نوم لاندې یو پروګرام جوړ کړی، چې موخه یې په ښه کیفیت د ملي پیوستون د پروژو پلي کول دي.
حکومت او په ځانګړي ډول اړوندې دولتي ادارې په لېرو پرتو سیمو کې د خپلو کارونو څخه نه څار د دې لامل شوی، چې په ډېرو پراختیايي او رغنیزو چارو کې د اختلاص موضوع راپورته او ولس د همدې ستونزې پر اساس له دولت سره واټن پیداکړي.