د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي د دې خبر په پخلي سره وايي چې طالبانو په وروستۍ بیانیه او ګواښنه کې د پسابند ولسوالۍ له اوسېدونکیو غوښتي چې د پسابند ولسوالۍ له مرکزه ـ چې د دولت تر واک لاندې ده ـ خپلې سیمي پرېږدي.
د غور والي ویاند ناوړه چلند، تښتونه، قتل او اقتصادي ستونزې پر خلکو د طالب ډلې د وروستۍ ګواښنې نوي فشارونه ګڼي.
د خطیبي په خبره، د طالبانو د تحریم په پایله کې هره کورنۍ وروسته تر لسو ورځو یوځل یو کیلو وریجې، یو لیټر پټرول، دوه کیلو غنم او شل ګرامه مالګه د دې ولسوالۍ له بازارونو تر لاسه کولی شي.
په ورته وخت کې دغور چهارسدې ولسوالۍ امنیتي چارواکي د طالبانو له لوري روغتیایي مرکزونو ته د خلکو د تګ د مخنیوي خبر هم ورکوي، وايي چې د دې موضوع په پایله کې څلور ماشومان وژل شوي او د والګي او تورې ټوخلې ناروغۍ ډېرې شوېدي.
ورته مطالب:
غور؛ د درملو له نهشتوالي ۳ ماشومانو او ۲ ښځو ژوند له لاسه ورکړ
سلګونه کسان د بامیان ـ غور پر لویه لار بند پاتې دي
طالبان د غور د تولک ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کیندي
د چهارسدې ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیبالله راجي سلام وطندارته وویل چې طالبانو د خلکو د اړتیا وړ درمل د خپلو ټپیانو د درملنې لهپاره وړي او اوس د درملنې په موخه هېڅ درمل نهشته.
د چهارسدې او پسابند ولسوالۍ له څه باندې ۷ میاشتو راهیسې د طالبانو تر اقتصادي محاصرې لاندې دي.
طالبانو بیا د دې دواړو موضوعګانو په اړه نظر نهدی څرګند کړی.
طالبانو لهدې مخکې هم د دې ولایت په دولتیار ولسوالي کې له خلکو نه د عشر او زکات راټولو ترڅنګ، پر هغوی ځېنې شرطونه ايښي وو.