غني : کابل او تهران باید خپلې ستونزې په بنيادي ډول حل کړي

ولسمشر اشرف غني وايي، چې کابل او تهران باید د شته اسانتياوو څخه په ګتنې د خپلو ستونزو ريښې پېدا او په بنيادي ډول يې حل کړي.

ولسمشر غني نن یکشنبه ( ۲۰۱۵ م زېږديز/ اپرېل ۱۹) د يو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد جمهور رییس حسن روحاني په بلنه تهران ته، سره د نورو پلاوو ورسېد.

ولسمشر غني د حسن روحاني سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د اوسنيو اسانتياو څخه په استفادې همدارنګه دوه اړخیزو، درې او څو اړخيزو همکاريو په بنیاد کېدای شي، چې سيمه د خطر پر ځای د نړۍ د سولې په مکان بدل شي.

نوموړي زياته کړه د دې اړتيا ليدل کيږي، چې د دواړو هېوادونو سياسي ارادې په عملي، زماني او مکاني اقداماتو بدل شي، څو د افغانستان او ایران ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته شي.

افغان ولسمشر دا هم وویل، چې د کابل او تهران ترمنځ د همکاريو پلان په يو زماني اډانه کې جوړه او د دواړو هېوادونو د عمده ستونزو د حل په موخه به عملي ګامونه پورته شي.

ده په افغانستان او سيمه کې د داعش ډلې فعاليتونو ته هم اشاره وکړه او زياته کړه، چې د سيمې د همکارۍ پرته د داعش ډلې سره مبارزه ناممکنه ده.

له بل لوري د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، چې د مخدره توکو کر او قاچاق کال په کال د زياتېدو په حال کې دي او باید دغې معضلې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې افغانستان او ایران د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې لازمو هم غږيو ته اړتيا لري او باید دواړه هېوادونه په دغه برخه کې استخباراتي او امنيتي مسايل شريک کړي.

سبا په پلان کې ده، چې د دواړو هېوادونو مشران په ترانزيتي او سوداګريزو برخو کې هم خبرې اترې وکړي.

یاده دې وي، په پام کې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت ایران ته په رسمي سفر ولاړ شي، خو د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د واورو ښوېدنو او انساني تلفاتو له امله يې دغه هېواد ته خپل سفر لغوه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام