غني: په یوه لسیزه کې افغانستان د اقتصاد له پلوه پر خپلو پښو دروم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان نور له نړېوالو خيرات نه غواړي او د يوې ځوانې قوې په واسطه غواړي پر خپلو پښو ودريږي.

غني ژمنه وکړه، چې د راتلونکي یوې لسيزې په موده کې به افغانستان د اقتصاد له پلوه پر خپلو پښو ودروي.

غني وویل، "نور نو مونږ لټ او تنبل خلک نه یو" او په هېواد کې به ځوانه انرژي په نوي ډول استعمال کړي.

افغان ولسمشر د کانګرس غړو ته د وينا پر مهال زياته کړه، چې افغانستان د ترهګرۍ په لومړۍ لیکه کې قرار لري.

د ولسمشرغني په خبره، ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان په ګډون سیمې او نړۍ ته ستر خطر پېښولی شي، خو افغانستان مخکې ځي او دغه هېواد به د وسله والو او القاعده له پاره په قبرستان بدل شي.

غني وویل، که په افغانستان کې نشه يي توکي کنټرول نه شي، نو دغه پديده به د ټولې نړۍ لپاره په سر خوږی بدل شي.

ده وویل، چې داعش افغانستان ته مخه کړې او دغه ترهګره ډله جګړه مار افغانستان ته رالېږي.

د نوموړي په وينا داعش نه یوازې افغانستان بلکې ټولې منځنۍ اسیا ته خطر پېښوي.

د ولسمشر په وینا، د تروریزم د جوړښت ماتول، سیمه ییز همکارۍ ته اړتیا لري.

له دې وړاندې ويل کېده، چې ولسمشر غني غواړي امريکا ته له تګ وړاندې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د راپورونو پر بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په دغه ډله کې د اختلافاتو له وجې وځنډېدې.

غني کانګرس غړو ته په دې اړه وویل، چې " د افغانستان حکومت د قدرت له دریځه له طالبانو سره خبرې کوي" او دده په وينا طالبان باید دا غوره کړي، چې د القاعده ډلې سره یوځای کيږي او که د افغانانو سره.

ولسمشر غني کانګرس ته د سولې په اړه د روانو خبرو اترو په  اړه وویل،" زموږ اراده داده، چې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړو"  او په دې اړه له سعودي عربستان، چین او قطر سره خبرې شوي.

بل خوا غني د اوباما له هغې پرېکړې هم مننه وکړه، چې له مخې يې په افغانستان د ۲۰۱۵ م زيږديز کال تر پایه به ۹۸۰۰ امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

ده وویل، د اوباما او امریکا د مرستو له امله افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا پېدا کړې، چې له خپل هېواد نه دفاع وکړي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان به بیا هیڅکله د ترهګرۍ ځاله نه شي او افغان ځواکونو ته د ۲۰۱۴ م زېږديز کال د امنیتي مسولیتونو له سپارلو سره سم د افغان ځواکونو مرال قوي شوی دی.

ده اسلام د سولې دین وباله او ویې ویل، چې په نړۍ کې د اسلام په نامه ترهګریزې ډلې د اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري او د دوی په اړه د اسلامي نړۍ خاموشي، د تاوتریخوالي په هکله د مثبت دریځ مانا نه لري.

د اشرف غني د وینا پر مهال د کانګریس غړي بیا بیا پاڅېدل او د ده خبرې یې په چکچکو بدرګه کولې.

د کانګرس غړي د ولسمشر غني د وینا پر وخت شاوخوا ۲۰ ځلي پاڅېدل او له نږدې پنځوس وارې يې ورته لاسونه و پړکول، چې د ځينو رسنيو په وينا کانګرس په تاریخ کې د نړۍ د هيڅ ولسمشر له وينا څخه داسې بدرګه نه وه شوې.

ده دا هم وویل، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په پایله کې په زرګونه طالبان او سخت دریځې افغانستان ته راغلي او د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخوي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې ترهګر په وزیرستان کې له عملیاتو وروسته له پاکستان نه افغانستان ته راغلي دي.

اشرف غني افغانستان د اسیا زړه وباله، ویې ویل په اسیا کې راکړه ورکړه او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان له امنیته پرته ممکنه نه ده.

ده زیاته کړه، چې افغان ښځې باید په نړیواله کچه په هر څه کې برخه واخلي او په سوداګریزو چاروکې تمه کېږي، چې د نورو برخو په شان مهمه ونډه ولري.

غني دا هم وویل، چې څلور تنه مېرمنې یې د کابينې د غړو په توګه معرفي کړي او په ټولو وزارتونو کې به د مېرمنو رول په نږدې راتلونکې د ليدو وړ وي او د ښځو روزنه د افغانستان يوه ملي اړتيا ده.

اشرف غني له ښځو سره د خلکو په چلند کې د بدلون لپاره د یوه کلتوري انقلاب راوستل ضروري وباله.

ده وویل، چې د ښځو د حقونو په اړه به نړېوال کنوانسینونه لاسلیک کړي، خو هڅه یې دا ده، چې دا پرېکړې عملي کړي.

ولسمشر غني د فرخندې د قتل موضوع ته په شارې سره وویل هغه څوک، چې په کوڅو کې افغان مېرمنو ته ازار ورکوي همداسې به پرېنښودل شي.

ولسمشر غني له افغانستان سره د امریکا له هر ډول مرستې مننه وکړه او د دوی مرسته یې د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم وباله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام