غني: په سيمه کې سوداګريزې هڅې د افغانستان پر ثبات مثبت تاثیر لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د سیمې سوداګریز تعاملات د افغانستان ثبات په ټيڼګښت کې خورا مهم دي.

هغه وايي، په سيمه ې د چين او هندوستان هېوادونو پانګونه اړينه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې نن پنجشنبه ( مې ۲۱مه) کابل کې له افغانستان سره د تماس نړېوالې ډلې غونډې ګډونوالو ته وکړې او دا د تماس د نړیوالې ډلې ۱۶ مه ناسته ده، چې موخه یې د افغانستان پرامنیت او اقتصادي بحثونو راڅرخيږي.

غني وویل، چې د افغانستان وګړي بې وزله دي، خو د سروې له مخې  هېواد یې د ۳ تریلیونو ډالرو په اندازه کاني زېرمې لري.

هغه وايي، هر ګاونډی کولای شي د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې کار وکړي او هم په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې له لارې ځان تقويه کړي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د لاجوردو لارې تیردو ظرفیت لري او دغه پروژه باید عملي شي، ځکه په وینا یې دې سره به افغانستان د سیمې ترانزیټي پول وګرځي.

بل خوا اقتصادي کارپوهان وایې، چې د افغانستان اوسني وضعې له وتو څخه وروسته که ولسمشر اشرف غني خپل اقتصادي لومړنیتوبونو ته د عمل جامه ور واغوندي له شک پرته افغانستان کې به ثبات رامنځته شي.

اقتصادي کارپوه محیب شریف وویل، چې اوسني حکومت ونه شو کړی، چې ولس د ستونزو او کړاونو راوباسي.

هغه وايي: " که چېرې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ همغږي موجوده وي او د سیمې هېوادونو د اقتصاد په برخه کې لازمې مرسته وکړي، نو موږ به ښې لاسته راوړنې ولرو."

ولسمشر غني په خپلو تېرو ويناوو کې ويلي و، چې خپل د ۵۰ سلنو زیات وخت په هېواد کې د سولې راوستو په موخه مصرفوي.

داسې ليدل کيږي، چې اوسمهال افغان حکومت ډېره توجه د هېواد امنيتي برخې ته ده او د حکومت له وروستيو کړنو معلوميږي، چې په افغانستان کې د اقتصاد پرمختګ د دوی د کارونو د اړينو لومړیتوبونو څخه غورځېدلی دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام