ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې فساد یو ملي شرم دی او د دغې شومې پديدې پر وړاندې باید ټول افغانان په ټولیزه توګه جدي مبارزه وکړي.
د افغانستان ولسمشر د اروپايي اتحادیې له استازیو سره په ارګ کې "له فساده د وتلو او مبارزې" تر سرلیک لاندې کنفرانس کې زیاته کړه، چې په ښوونې او روزنې، ټرانسپورټ، کورنيو چارو او کانونو وزارتونو کې به یې له فساد سره جدي مبارزه د کارونو په لومړیتونو کې وي.
همدارنګه غني وویل، له فساد سره د مبارزې او د قانون د عملي کولو له پاره یوه عالي حکومتي شورا جوړوي، چې دغه شورا به د ملي امنیت شورا او د عالي اقتصاد شورا په کچه صلاحیتونه ولري.
غني وویل، چې د عدالت د تحقق له پاره له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو عدلي تخصصي مرکز هم جوړوي.
ولسمشر وايي، چې له تاوتریخوالي ډکه ژبه په خپله د فساد له مهمو وسیلو نه ده، چې نامسووله وسله وال د ترهګرو له له قدرته نامشروع ګټه اخلي او افغانان ګواښي.
افغان ولسمشر وویل، چې ټول هېوادوال داهیله لري، چې پیاوړی او قوي دولت ولري، خو ځېنې محدود شمېر شته، چې غواړي افغان دولت ضعیفه شي.
ده وویل، چې د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو کې سمون راوستل کېږي او زیاته یې کړه، چې پخواني حکومت د فساد سلګونه دوسیې عدلي او قضايي ادارو کې پر ځای پریښي دي او دوی پرې جدي کار روان کړی دی.
غني وايي، چې په ګمرکونو کې به په جدي ډول اصلاحات راوستل شي او د زورواکو مخه به ونیسي.
ولسمشر همدا راز وویل، چې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یې تر اوسه پورې ۴۵ شرکتونه تور لیست کې شامل کړي او ۱۱نور شرکتونه به هم په دغه لیست کې ورګډ شي.
په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې سفیر فرانز میشل ملبین په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د فساد زیاتوالی د ناامنیو لامل شوی او زیاته یې کړه، افغانان په دې پوهېږي، چې فساد د دوی په زیان دی.
نوموړي وویل، چې د فساد د له منځه وړلو په برخه کې حکومت عملي ګام واخلي.
د اروپايي اتحادیې سفیر وویل، چې جنګ سالاران او اداري فساد د کانونو د سکتور د ودې مخه نیولې ده.