غني: سوله يواځې په بهرنيو مذاکراتو نه شي راتلی

ولسمشر محمد اشرف غني،  د حکومت او ولسونو تر منځ د اړیکو په نږدې کولو او پیاوړتیا کې د مشرانو او دیني عالمانو رول اساسي وباله او دوی ته یې په ټینګار سره وویل، چې د خپلو سیمو ستونزې په اساسي ډول وڅېړئ او د حل له پاره یې له یوې واضح طرحې سره ارګ ته راشئ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې ليکل شوي، چې هغه نن شنبه (سپټمبر۲۶مه) د لوی کندهار، جنوب ختیځ زون او لوی ننګرهار د مشرانو، دیني عالمانو او سیاستوالو سره په ارګ کې وکتل.

نوموړي په دغه کتنه کې وویل، چې سوله مو اساسي غوښتنه ده او د ولسونو په مرسته به خپلې دغې غوښتنې ته رسېږو.

هغه زیاته کړې، چې د سیمې او نړۍ په کچه يې د سولې په برخه کې هلې ځلې بریالۍ دي، ځکه " د دوی قناعت او باور مو ترلاسه کړی دی."

محمداشرف غني یوځل بیا پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې له ۱۴ کالو راهیسې پاکستان د افغانستان سره په یوه نا اعلان شوي جنګ اخته دی.

هغه زیاته کړې، "موږ د دې جنګ ختمول غواړو او ستاسو په مرسته یې غواړو، ځکه سوله یوازې په بهرنیو مذاکراتو نه شي راتلی"

هغه دا هم وویل، چې موږ یو بډای هېواد او بې وزله ولس لرو، خو د سولې په ټینګښت سره کولی شو، چې د خپلو امکاناتو او شتمنیو څخه د ولس د سوکالۍ او د هېواد د پرمختګ له پاره اساسي ګټه واخلو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د  ۷۰مې کلیزې عمومې ناستې په لړ کې پاکستان له افغان حکومت غوښتنه کړې وه، چې په دوه اړخیزو اړیکو د خبرو له پاره سره وګوري.

د پاکستان لومړي وزیر له اجرايوي ریيس غوښتي و چې د عمومي غونډې په حاشیه کې غواړي د دواړو هیوادونو په ورستيو اړیکو او وضعیت سره خبرې اترې وکړي؛ خو اجرايوي رییس د پاکستان د لومړي وزیر دا غوښتنه رد کړې ده.

حکومت ته ځېنو نږدې سرچينو سلام وطندار ته وویل، چې افغان حکومت ته په رسمي ډول وړاندیز کړی، چې یا دې ورسره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ريښتيني ملګرتیا وکړي او یا به پاکستان په انزوا کې پاتې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام