افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د ځېنو لویو او سیمه ييزو کړیو له خوا په روحي جنګ او زرګونو طوطيو کې ښکېل دی، چې په خلکو کې د ملي وحدت حکومت باور راکم کړي.
همدارنګه نوموړي د زابل په سيمه کې د ۳۱ افغانانو برمته کول؛ د دغو توطيو یوه برخه وبلله او زياته يې کړه، چې په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو له امله ۶۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
ولسمشر غني نن چهارشنبه (د مارچ ۱۸ مه) د مارشال محمد قسيم فهیم په ملي نظامي اکاډمۍ کې ۵۴۹ تنو د فراغت په اوومې دورې کې د خپلې وينا پر مهال زياته کړه، چې د نظامي ځواکونو په واسطه د مشروع قوې کارول؛ افغانستان سوکاله کولی شي.
دی وايي، د ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژنه د قواو نامشروع استعمال دی، چې افغانستان بې ثباته کولی شي.
ولسمشر غني زياته کړه، چې د ځواکونو د عملیاتو پایله باید سوله وي.
افغان ولسمشر غني د افغانستان د ملي نظامي اکاډمۍ فارغانو ته وویل : " تل پاتې سوله زمونږ اساسي هدف دی، هغه سوله غواړو، چې زموږ ارزښتونه او لاس ته راوړنې حفظ کړي" دده په وينا افغانان د سولې غوښتونکي دي، خو دغه سوله بیا د خپل ضعف له مخې نه، بلکې د قوت له اړخه غواړي.
ولسمشر وايي، چې د سولې د خبرو اترو په اړه له هیڅ هېواد سره، په هيڅ وجه، د هیڅ ارزښت په بدل کې معامله نه ده شوې.
ولسمشرغني په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق په اړه هم خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې مخدره توکي یو جرمي اقتصاد دی، چې کر او قاچاق يې پر افغانانو تحميل شوی دی.
ده وویل، د نشه يي توکو کر او قاچاق سياسي اساس نه لري، بلکې بنسټ يې په افغانستان کې جرمي دی.
غني زياته کړه، مخدره توکي او قاچاقیان په افغانستان کې ناامني، د خپل دوام وسيله بولي.
ولسمشر غني خبرداری ورکړ، چې هيڅوک نه شي کولی افغانستان د خپلې نيابتي جګړې مېدان وګرځوي.
ده وویل، چېر"افغانستان تېرول امکان نه لري، هرڅوک، چې فکر کوي مونږ غوړه مړۍ یو او د خوړولو لپاره اماده؛ یو بل فکر دې وکړي، زموږ په هضم کې به خپله له منځه لاړ شي."
ولسمشر محمد اشرف غني همدا راز وویل، چې د جګړې د مدیریت ترڅنګ باید افغانان د ثبات مدیریت ته هم پام وکړي.
ځکه د نوموړي په وينا د جنګ مديريت کول، د ثبات يوه برخه ده او افغانان باید د ثبات يوې برخې پسې ونه وګرځي.