افغان ولسمشر وايي، حکومت یې له خپل هېواد څخه د امريکايي ځواکونو ژر وتلو پلوي نه کوي او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پاتې کېدل د دغه هېواد راتلونکي په ګټه بولي.
ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چې په افغانستان کې د داعش ډله خطرناکه ده؛ خو افغانان کولای شي دغه ډله له ماتې سره مخ کړي.
همدارنګه نوموړي وویل، افغانان به هيڅکله پرې نه ږدي، چې د هېواد امنيتي او سياسي وضعيت يې د عراق، شام، ليبيا او یمن په شان شي.
افغان ولسمشر د امريکا په ډيويډ کېمپ کې د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر جان کري، دفاع او د خزانې وزیرانو سره وکتل.
په يوې ګډې خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وویل، چې افغاني او امريکايي چارواکي به په خپلو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک او امنيتي تړونونو باندې په عمل او مرستو کولو وغږيږي.
جان کري وویل، چې امريکا د یو باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره فکر کوي.
دی وايي، چې متحده ایالاتو ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سفر اصلي اجنډا د دغه هېواد څخه امريکايي ځواکونو د وتلو په باب وه.
ولسمشر اشرف غني په ډيويډ کېمپ کې وویل، چې په دې اړه د امريکايي مشرانو سره په تفصيل خبرې شوي او اوس د ستراتيژيکې ملګرتيا په باب د افغانستان او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ د شويو امنيتي او ستراتيژيک تړونونو پر عمل باندې خبرې کولو لپاره مهمه موقعه ده.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوسنيو اړيکو په باب امريکايي رسنۍ هم خورا ډېرې تبصرې کوي.
دغه رسنۍ وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر خلاف اړيکې ښې شوې او د لا ښه کېدو په حال کې دي.
امريکايي رسنۍ زياتوي، د حامد کرزي څخه وروسته اوس اوباما پوه شوی، چې افغان لوړپوړي چارواکي يې ښه متحدان دي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان د خلکو په استازیتوب د امریکا له پوځ او ولس څخه د تېرې لسیزې په اوږدو کې د کړو مرستو څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل، په افغانستان کي د امریکايي سرتیرو قربانۍ او د امریکا د خلکو مرستې یو بنیادي تغیر راوستلی او حالات مثبت خواته درومي.
ولسمشر همداراز وویل، چې هېواد یې د تروریزم قرباني دی، خو دا قرباني هیڅ کله دوی د تروریزم سره له مقابلې نه شیي ګرځولی.
همدارنګه جان کري ویلي، سپينه ماڼۍ د ۳۵۲ زرو افغان امنیتي ځواکونو لپاره د مناسبې بودجې چمتو کولو لپاره ژمن دی.
امريکايي چارواکو په دغو ګډو خبري ناستو کې ويلي، چې امریکا له افغانستان سره د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړه ده، خو د سپېنې ماڼې هڅه به دا وي، چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر له ۳۵۲ زرو ټیټ نه شي.
غني وویل، په افغانستان د پاتې شویو پوځيانو د شمېر په اړه به امريکايي چارواکي پريکړه وکړي.
متحده ایالات دا هم وايي، که افغان دولت مشخص اصلاحات راوړي، نو امريکا به د افغانستان سره ۸۰۰ میلیون ډالر نوره مرسته هم وکړي.
د راپورونو پر بنسټ په پام کې ده، چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې له ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونو یوازې ۵۵۰۰ پاتې شي.