غني:د امنیتي نهادونو په مقرريو کې چاته د لاس وهنې حق نه ورکوو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې هیڅوک د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د مداخلې حق نه لري.

غني ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد او هېوادوالو د دفاع  په خاطر په پوره مېړانه او زړورتیا د افغانستان د خلکو د دښمنانو ټول بریدونه او پلانونه شنډ کړي.

محمد اشرف غني، دغه څرګندونې نن یک شنبه (اکټوبر۱۱مه) سهار په ارګ کې د ملي توحید مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدشریف یفتلي سره د جنوب ختیځ زون د امنیتي وضعیت په هکله د خبرو په جريان کې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني وروسته د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي مشر ته  لارښوونه وکړه، چې په ملکي برخه کې د کدرونو په مقرریو کې د شفافیت په خاطر دې معیارونه تطبیق کړي. 

په دغه پاڼه کې معيارونو ته اشاره نه ده شوې.

د ارګ له خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې ولسمشر د هېواد جنوب ختیځ زون کې د امنیت د تامین په برخه کې سیمه ییز پولیس او د دوی  فعالیتونه ګټور وبلل او والیانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ملي اردو او ملي پولیسو د لا پیاوړتیا په خاطر دې د جلب او جذب پروسې ته  اساسي توجه وشي.

ولسمشر غني په داسې حال کې هیچاته د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د مداخلې حق نه ورکوي، چې په دې وروستيو کې په نظام کې دننه د "پنځمې ستنې" د اشخاصو د نفوذ اوازې ګرمې شوي.

په رسنيو کې د ځينو کارپوهانو او تحلیګرانو له خوا وسله والو طالبانو لاس ته د کندوز ولایت سقوط په نظام کې دننه د پنځمې ستنې د اشخاصو د نفوذ نتیجه بولي.

دوی وايي، چې د دولت په لوړو څوکيو کې داسې اشخاص شته، چې هم له دولت سره کار کوي او هم د وسله والو طالبانو پلوي کوي، نو دوی په لوی لاس افغان امنيتي ځواکونه له عملياتو منع کوي او وسله والو سره د معاملې په نتیجه ورته سيمې پريږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام