غزني کې طالبانو ۵ کسان لومړی وژلي او بيا يې سوځولي

د غزني امنيې قومندانۍ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې طالبانو ۳ ملکي کسان او ۲ پوليس اول په ډزو وژلي او بيا يې جسدونه په بې‌رحمۍ په يوه موټر کې سوځولي دي.

دا پېښه تېره ورځ د ياد ولايت جغتو ولسوالۍ قياق دره کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ملکي کسان د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي وو او پوليس د رشيدان ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ سرتېري وو.

خبرپاڼې زياته کړې چې ياد وژل شوي کسان په يوه سراچه ډوله موټر کې غزني ښار ته روان وو.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام