غزني ولایتي شورا: د ۳۱ برمته شويو مسافرو په قضیه کې پاکستاني استخبارات لاس لري

د غزني ولایتي شورا مرستیال او د برمته شویو مسافرینو د را آزادولو لپاره د خبرو اترو د ډلګۍ سرپرست عبدالجامع جامع وايي، چې د ۳۱ برمته شويو مسافرینو راخوشې کېدل؛ د پاکستان (ای. اېس. آی) پوره تړاو لري.

هغه په دې باور دی، چې پاکستاني استخبارات په افغانستان کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د سولې په خبرو اترو کې د زیاتو امتیازاتو د اخیستلو لپاره، د مسافرینو خوشې کول له یوې ورځې بل ورځې ته ځنډوي.

جامع زیاتوي:" له مقابل لوري سره خبرې اترې روانې دي، او تر اوسه څو ځلې د زابل او غزني د قومي مشرانو جرګې، کویټې او پېښور ته تللي دي."

خو ښاغلي جامع مشخصه نه کړه، چې د دغو مسافرینو د خوشې کولو په مقابل کې وسله وال څه غوښتنې لرلې.

د غزني د ولایتي شورا رییس خالق داد اکبري هم د ۳۱ مسافرینو برمته کول د پاکستان کار بولي او وايي، چې د هغه هیواد استخبارات هڅه کوي، چې د افغانستان د قومونو ترمنځ درز او اختلاف پیدا کړي.

د غزني ولایت د سولې عالي شورا هم په دغه قضیه کې پاکستان په لاس لرلو تورنوي.

د غزني ولایت د سولې د عالي شورا غړي مدیر شېر خان سلام وطندار ته وویل، " د ۳۱ تښتول شویو مسافرینو د راخوشې کولو موضوغ په ځنډولو کې مهم رول لري او د دوی رول له تصوره لېرې نه دی."

خو د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وايي،  تر اوسه دولت او قومي مشرانو د برمته شویو مسافرینو د راخلاصولو په اړه کوم ګټور کار نه دی کړی.

د غزني مرسیتال والي، د دې موضوع په اړه د پاکستان پر کړنو تبصره ونه کړه، خو وویل: هر خبر چې په رسنیو کې خپريږي سهي نه دي او حقیقت نه لري.

دغه۳۱ مسافر څه باندې يوه مياشت وړاندې د کابل – کندهار پر لويه لاره د وسله والو له خوا له موټره  ښکته کړای شول؛ خو تر اوسه ېې د برخه ليک په اړه کره معلومات نشته.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام