په افغاني ټولنه کې ښځې په ځانګړي ډول په کاري چاپېريال کې له سختو ستونزو سره مخ وي؛ په دغو برخو کې عکاسې ښځې هم شاملې دي او سره له دې، چې دغه قشر له ناامنيو ځوريږي د دولتي بنسټونو او عامو خلکو له خوا هم د تاوتريخوالو له ډک چلند سره مخ کيږي.
امنه حسېني هغه عکاسه ده، چې په ډېر کم عمر کې يې د عکاسۍ کمره په لاس کې نيولې ده.
هغې د دغې مسلک په برخه کې ډېرې هڅې کړي او خورا تکلیفونه يې ګاللي دي.
مېرمن حسيني د خپل کاري چاپېريال په هکله وايي، چې دې ته په کراتو د عامو خلکو له خوا بد الفاظ استعمال شوي ان ځينو خلکو ورته د " کوڅه ډبې او اوزګارې" کلماتو په ویلو هم صرفه نه ده کړې.
امنه حسينې زیاتوي، چې یوه ورځ بامیانو ولایت ته د یوې ټولنيزې برنامې د انځور اخیستو له پاره تللې وه، چې کوم سړی يې کمره کش کړې او بیا يې ماته کړې ده.
هغه وايي سره له دې، چې په هماغه لحظه کې يې دا تشخیص و نه شوی کړی، چې د هغه سړي د غوسې لامل څه وو، خو وروسته يې بیا د قهرېدلې څېرې دې نتيجې ته رسېدلې، چې دغه سړي د دې له پاره د امنې کمره نه ده ماته کړې، چې عکسونه يې اخیستل، بلکې په دې خاطر، چې څنګه یوه ښځه له پلازمينې په يواځې ځان د عکس اخیستلو له پاره د بامیان غوندې د افغانستان يو لرې ولایت ته راځي.
دغه مېرمن له ټولو عکاسو ښځو غواړي، چې د دا شان بد وضعیت پر وړاندې مقاومت وکړي او پرې نه ږدي، چې ټولنیز بد چاپېریال د دوی د مستند جوړولو او عکسونو اخیستو مخنيوی وکړي.
مریم خاموش
مریم خاموش هغه عکاسه ده، چې څو کاله کيږي د عکاسۍ او فوتو ژورنالیزم په برخه کې کار کوي.
هغه وايي، چې په هېواد کې د امنیت نشتوالی د عکاسو ښځو پر وړاندې یو تر ټولو له لویو ننګونو بلل کيږي.
مېرمن خاموش په افغانستان کې د عکاسو ښځو د کاري چاپیريال په برخه کې د ستونزو په باب وايي، سره له دې چې د ټولنې ځينې رواجونه د ځينو نارينه وو د پرمختګ مخه هم نیسي، خو په دغه برخه کې ښځې بیا زیات زیانمن شوي دي.
خاموش وايي، چې خپله په ځلونو له تاوتریخوالو ان له فزيکي اخ او ډب سره مخ شوې.
د نوموړې په خبره، درې کاله وړاندې کله چې دې غوښتله د یو سړک انځور واخلي، نو د یوې رسنۍ د کار کوونکو له خوا په ډله ییز ډول ډبول شوې ده.
خو د هغې په وينا، که چېرې اوسنۍ ټولنه د تېرو څو کلونو سره پرتله شي، نو اوسمهال ټولنه د عکاسانو له پاره ښه شوې او په کوڅو او ښارونو کې د ښځو حضور په يو معمول امر ګرځېدلی دی.
له ځينو پېښو د مستند جوړولو پر مهال د پولیسو ممانعت یو له بلو جدي ستونزو بولي، چې اوس هم دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
مریم وايي، چې د پېښو پر مهال پولیس دوی سيمې ته له نژدې کېدو سخت مخالفت کوي.
نیلوفر نيکپور
دا بیا وايي، په افغانستان کې د ښځينه قشر موجودیت خپله يوه ستونزه ده.
هغه زیاتوي، چې کله ښځه وې، نو په دغه هېواد کې ستا دغه جنسیت پخپله تا له مشکلاتو سره مخ کوي هغه خو پريږده، چې عکاسه وې او د عکاسي کمرې سره په ښارونو او کلو کې ګرځې.
نیلوفر زیاتوي، د دې جرات نه لري، چې په يواځې ځان عکاسۍ ته لاړه شي، بلکې په زیاتو ځايونو کې کوښښ کوي، چې په ډله ییز ډول لاړې شي.
نيکپور هم د افغان امنيتي ځواکونو څخه ګيله منه ده او وايي، پر ځای د دې چې افغان ځواکونه يې د مسلک احترام وکړي، بلکې دوی په خپله د دوی د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه وايي، چې د افغانستان له ښارونو په یوه سيمه کې يې غوښته، چې عکاسي وکړي او د افغان ځواکونو څخه يې د امنیت په برخه کې د مرستې کولو غوښتنه وکړه هغوی ورڅخه د مثبت ځواب ورکولو په بدل کې غېر اخلاقي غوښتنې کړي او د مبایل شمېره يې ترې غوښتې.
نوموړې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې باید د دغه مسلک په برخه کې فرهنګ سازي او ځانګړی سیاست جوړ کړي؛ ترڅو په لاس کې د کمرې ګرځول په یو معمولي او عادي امر باندې بدل شي.
سلطانه حبیب
دا هغه عکاسه ښځه ده، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ټولنیز امنیت نه شتون له وجې په کور ناسته ده.
مېرمن حبیب وايي، چې د ټولنیزو ستونزو له امله نه شي کولی، چې د شپې له خوا عکاسي وکړي.
هغه زیاتوي، چې ان په رڼا ورځ دوی ډېر په ستونزو او تشویشونو له بېلابېلو ځايونو عکسونه اخیسته.
سلطانه حبیب وايي، چې دوی هم باید پرته له کومې ویرې او ترهې لکه د نورو نارينه وو په شان خپل کار ته ادامه ورکړي.
د ملي وحدت حکومت تل د رسنيو د ازادۍ، عکاسانو او خبريالانو له حقوقو د ملاتړ غږونه کوي.
خو دا معلومه نه ده، چې ولې د عکاسانو او خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالې کچې زياتيږي او په هيڅ وخت او ځای کې دغه ډله ټولنیز امنیت او مصونیت نه لري.