د افغانستان د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي وايي، چې د داعش ډله اوسمهال يواځې د رسنيو او تبلیغاتو له لارې خپلو ليکو ته کسان جذبوي او د دوی د فعالیت اوازې ګرمې دي.
هغه وايي، هیڅکله به دغې ډلې ته اجازه ور نه کړي، چې خپلو ليکو ته د کسانو د جذب عملي لړۍ پېل کړي.
نوموړي دغه خبرې د یوې خبرې غونډې پرمهال خبریالانو ته وکړې.
علومي، چې رسنيو ته خپل راتلونکي د ۱۰۰ ورځو پلان تشریح کاوه زياته کړه، همدا اوس چيچن، ازبک، تاجک، پاکستاني، قرغیز او نورې بهرنۍ ډلې په دې هڅه کې دي، چې په افغانستان کې خپلې ډلې پياوړي کړي، خو په وينا يې د افغان امنيتي ځواکونو د قوي امنيتي تدابيرو له وجې نه دي بريالي شوي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د افغان امنيتي ځواکونو په جدي هڅو سره به د داعش ريښې له افغانستان څخه وویستل شي.
د کورنیو چارو وزیر، د هېواد د امنيتي وضعيت ښه کول، د سرحدونو ساتنه، د غېر مسووله وسله والو نيول، د امنيتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ منځ ته راوړل، د سيمه ییزو پولیسو پياوړتیا، د وسلو د جواز د ویشلو جدي څېړنه، ملي پوليسو ته د امکاناتو برابرول، د مخدرو توکو سره مبارزه او نور يې د خپل ۱۰۰ ورځني پلان له لومړيتوبونو څخه یاد کړ.
هغه د پولیسو ليکو ته د وګړو د جذب لړۍ تيزول، د ملي پولیسو ظرفیت لوړول، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره مبارزه، د فساد سره مبارزه، د امنيتي نظام د څېړولو له پاره د کمېټې منځ ته راوړل، په زندانونو کې د بشري حقونو څېړل او د نړېوالو او سيمه ییزو بنسټونو سره همغږۍ منځ راوړل يې د راتلونکو ۱۰۰ ورځو د نورو پلانونو څخه یاد کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې داسې ښکاري، چې په هېواد کې ورځ تربلې امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی او هره ورځ د هېواد بېلابېلې سيمې د وسله والو طالبانو د ډله ییزو بريدونو شاهدانې وي.