عبدالله: له ټاکنیز سمونه د تېښتې لاره نه شته

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د ټاکنیز سمون او اصلاحاتو په برخه کې باید هېڅ ډول تېښته ونه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې هغه کارونه، چې باید څو میاشتې مخکې شوي وی؛ تر اوسه نه دي شوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د ټاکنیز سمون په موخه د ملي یووالي حکومت د رهبرانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو کومه نېټه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شوې عمل به پرې وشي.

له بل لوري د حکومت اجرایوي مشر د وارسا د ناستې له پاره د حکومت له چمتووالي هم خبر ورکړ.

عبدالله وویل، چې افغانستان د نړيوالو مرستو جلبولو تکل کوي او په دغه برخه کې زیات چمتووالی لري.

هغه د وزیرانو شورا په غونډه کې زیاته کړه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړيوالو ملاتړ مهم دی او همدارنګه د فساد سره د جدي مبارزې په هکله نړيوالو ته د افغانستان د ژمنې په اثبات رسولو له پاره ښه فرصت دی.

ډاکټر عبدالله دا هم وایي، د نړيوالو ټولنو په هکله وړاندیز دا دی، چې دوی به له دې وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د حکومت اجرایوي رییس وویل، چې له ترورېزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د امنیت راوستلو په برخه کې د امريکايي ځواکونو مرستې خورا ګټور ثابتېدلی شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام