اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د «ثبات او همپالنې» په شعار سره د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.
عنایتالله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي د نوموړي لومړی او دویم مرستیالان دي.
عبدالله عبدالله له نوملیکنې مخکې په یوه غونډه کې وویل چې خپلې ډلې ته به یوازې د تېرېدو پل په سترګه و نه ګوري، بلکې تر پایه به ورسره په ګډه کار وکړي. د نوموړي په وینا، افغانستان اوس په سختو شرایطو کې دی، خو ټاکنیزې مبارزې به دی او د هغه ډله له ملي ګټو لرې نه کړي.
عبدالله وايي، هېواد په سترو شعارونو نه جوړېږي، بلکې په رښتینو خبرو او عمل به پرمختګ کوي.
نوموړی زیاتوي، له اجرایوي ریاسته استعفا نهکوي. لامل یې د معین وخت لهپاره د سیاسي موافقې پر اساس رامنځته شوی حکومت وبللو؛ خو ویې ویل چې ټول کاندیدان او د ټاکنو ارزونکي کمېسیونونه دې یو طرزالعمل جوړ کړي چې د هغه پر اساس د ده په ګډون ټول کاندیدان داسې کمپاین وکړي چې له حکومتي امکاناتو پهکې ګټه وانهاخېستل شي. خو اساسي قانون له ولسمشر پرته بل هېچا ته اجازه نهورکوي چې له حکومتي او دولتي کار سره ـ سره د ټاکنو لهپاره کاندید هم وي.
د حکومت اجرایوي رییس وايي، د ټاکنیزو ډلو اوسنی جوړښت د وړاندوینې وړ نه وو، خو دا د افغانانو لپاره د سالم رقابت میدان دی او پر دوښمنۍ باید بدل نهشي. نوموړی زیاتوي، د ملي یووالي حکومت له بحرانه د وتلو په موخه جوړ شو، خو وروسته یې هېڅکله رقیب ټیم ته چې اشاره یې د محمداشرف غني ډلې ته وه، د بېلو ډلو په سترګو نهدي کتلي.
عبدالله د افغانستان ټاکنې له جالبو پېښو سره تړلې بولي او د یادو ټاکنو لپاره د حزباسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار نوماندېدو ته په اشارې وايي: «هغه کس چې پنځه کاله وړاندې د افغانستان له خلکو سره په سنګر کې جګړه کوله» د ولسواکي له لارې واک ته د رسېدو لپاره له خپل حق نه په استفادې د ټاکنیزو مبارزو میدان ته را دانګي.
عبدالله وايي، سوله غواړي او د نوموړي او ډلې په باور یې، هغه سوله چې له ځانه سره ثبات او عدالت و نهلري، تلپاتې کېدای نهشي.
په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش ګوند رهبر عبدالرشید دوستم هم په یاده غونډه کې له عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوستم وايي، څرنګه یې چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې له خلکو سره د بریا ژمنه کړې وه، په راتلونکیو ټاکنو کې به هم بریا ته ورسېږي. نوموړي خپلو تېرو ژمنو ته په اشارې چې د ځوانانو لپاره یې د ځانګړي وزارت جوړولو ژمنه کړې وه، ومنله چې پر خپلو خبرو یې عمل نهدی کړی، «په کمپاینو کې مو ډېرې خبرې کولې، خو عمل نه و، خو د ثبات او همپالنې ډله د خبرو نه، بلکې د عمل ډله ده.»
بلهخوا د حزب وحدت اسلامي مشر او د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي هم پهدې غونډې کې وویل چې ثبات او همپالنه هېواد له بېثباتۍ او تفرقې نه ژغورلی شي.
هغه د ولسمشري نورو نوماندانو ته په خطاب کې وايي چې بهتره به وي چې ملګري اوسې، نه رقیبان. د ښاغلي خلیلي په باور، په اوسنیو حالاتو کې غوره ده چې د شیندل کېدلو پرځای سره یوځای شو.
د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله د ولسمشر د دوو مرستیالانو، د اجرایوي ریاست او د هغه د مرستیالانو او د لومړي وزیر د پوسټ په رامنځته کولو سره ولسمشریزو ټاکنو ته رامخکې شویدی.
د یادونې ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت ګوند منتخب نوماند دی، پهداسې حال کې چې د دې ګوند نور مهم غړي، لکه محمدیونس قانوني، عطامحمد نور او محمداسماعیل خان له محمدحنیف اتمر نه ملاتړ کړی او ښاغلی قانوني یې لومړی مرستیال ټاکلی دی.