د ولسمشر اجرايوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فېصل سلام وطندار ته وویل، چې ډاکټر عبدالله عبدالله نن سه شنبه ( سپټمبر ۲۹ مه) د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو سره خپل سفر په نيمه کې پرې اېښی او ډېر ژر به بېرته افغانستان ته راشي.
په پام کې و، چې عبدالله عبدالله د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره په راتلونکي پنجشنبه کې وګوري، خو د هېواد په ځينو ولايتونو په ځانګړي ډول کندوز کې امنيتي وضعيت ته په کتو سره يې خپل ليدنه له ټاکلي نېټې مخکې کړه او پلان لري، چې له اوباما سره نن سه شنبه (سپټمبر۲۹مه) خبرې اترې وکړي.
د سياسي چارو او نړېوالو اړيکو کارپوه لطیف نظري سلام وطندار ته د حکومت اجرايوي رییس سفر په اړه وویل، ترڅو چې امنيتي چارواکي خپل وظایف په دقیق ډول ترسره نه کړي، نو د ملي وحدت حکومت لوړ پوړو چارواکو حضور او نه حضور به د هېواد پر ثبات کوم اغېز و نه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې له نورو هېوادونو سره سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې د افغانستان له داخلي امنيت څخه په کراتو بهتر دی.
نظري وايي، ترهغه چې افغانستان په ډيپلوماټيکه حوزه کې بريالۍ نه وي، نو د داخلي امنيت په برخه کې به هم لاسته راوړنه ونه لري.
د نړېوالو چارو د دغه کارپوه په خبره د افغانستان جنګ د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا کنټرول کيږي.
د حکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۰ مه ناسته کې د افغانستان په داخلي چارو کې د ګاونډيو هېوادونو له لاسوهنې سخته نيوکه وکړه.
هغه وویل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو ملاتړ کوي او دغه ډلې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترهګریز بريدونه کوي.