عبدالله: د سیمې هېوادونه د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې ريښتیني نه دي

 

د افغان حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن (جمعه جولای ۱۴مه) په بامیانو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا خبرواترو په ۴م کنفرانس کې وویل، چې د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمې هېوادونه صادق نه‌دي.

ډاکټر عبدالله په خپله وینا کې دا هم وویل، چې وسله‌وال طالبان، داعش ډله، القاعده او نورې ترهګریزې ډلې ښه او بد نه‌لري او دغه ډلې یوازې پرګټو نه سره جوړیږي.

اجرایه رییس زیاته کړه، ځینې هیوادونه بیا د یادو ډلو ترمنځ اختلاف د هغوی ترمنځ توپیر ګڼي چې دا دده پروینا تیروتنه ده.

سره له دې چې عبدالله د کوم هیواد نوم یاد نه کړ خو په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې روسان او ایرانیان دداعش پرضد د طالبانو ملاتړ کوي. 

د افغانستان او منځنۍ اسیا خبرو اترو څلورم کنفرانس ته اجرایه رییس وویل، چې طالبان د یو بل هیواد د ګټو له پاره جګړه کوي خو افغان چارواکي هوډمن دي چې تورتم او جهالت به واکمن نه شي.

دغه څلورمه ناسته ده، چې د افغانستان او منځني اسیا هېوادونو ترمنځ ترسره کيږي.

په دغه ناسته کې امریکايي استازو، د ناټو، مدني ټولنې او همدارنګه د نړۍ بېلابېلو لسو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام