عبدالله: امنیتي ځواکونه باید له ولس سره ښې اړیکې ولري

د افغان ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د افغان امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ په اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونه باید له ولس سره ښې او نږدې اړیکې ولري.

اجرایوي رییس چې د کابل ولایتي شورا د استازیو او امنیتي چارواکیو په یوه ګډه ناسته کې خبرې کولې وویل، چې ولس د حکومت او ملي ګټو له‌پاره ژمن دی؛ ځکه خو امنیتي ځواکونو د خلکو په باور په پلازمېنې او نورو ولایتونو کې امنیت حالات کابو کړي‌دي.

ده په‌خپلو خبرو کې په‌دې هم منښته وکړه، چې د کابل د ولس، د هغوی د استازیو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ تشه د دې لاملېږي، چې د کابل امنیتي وضعیت خراب شي. عبدالله عبدالله له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې له خلکو سره نږدې شي. ده اندېښنه وښوده، که د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شو؛ حکومت به یې په سختۍ سره راکم کړی شي.

د حکومت اجرایه رییس معلوماتو د لاس رسي په اړه پر حکومتي چارواکیو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې خلک او رسنۍ د پېښې په اړه معلومات غواړي؛ خو امنیتي چارواکي په وخت ځواب نه ور کوي، چې له‌دې سره د ملي یووالي حکومت لومړیتوبونه تر پښو لاندې کېږي.

د عبدالله عبدالله پر وینا، ولس حق لري، چې حقایق واوري او اړوند ارګانونه مکلف دي، چې معلومات ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام