د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست سلام وطندار ته وویل، چې له څه مودې راهیسې د ولسي جرګې لومړي نایب او له ۳۰ ډېرو وکیلانو د بېلابېلو قومونو سره یوځای پر حکومت فشار واردوي، چې په حکومت کې جدي اصلاحات راولي.
ځاځي وویل پهدې اړه یې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په شان له یو شمېر نورو بانفوذو سیاسي مشرانو سره هم خبرې کړي او د اجرایوي رییس په ګډون یې د هغوی ملاتړ هم ترلاسه کړیدی.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست دا هم وویل، چې دوی به د سمونونو په برخه کې ځانګړې طرحه جوړه کړي. پهدې طرحه کې به د نظام د ثبات لهپاره بېلابېلې لارې ولټوي، له ولس او او سیاستوالو سره له شریکولو وروسته به یې له ولسمشر سره هم شریکې کړي.
ځاځی ګوتڅنډنه کوي، که ولسمشر د دوی غوښتنې ونهمني؛ دوی به د ولس او سیاستوالو په مرسته او مشوره لویه جرګه راوبولي او د اوسني حکومت په بدیل به کار وکړي.
دی زیاتوي، په اوسني ډول روان حالات دوی ته د زغملو نهدي او کله هم دا انصاف نهشي کېدلی، چې څو تنه دې د یوې کړۍ په ډول راټول شي او ټول حکومت دې وخوري.
په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال د ولسي جرګې حق بولي، چې له حکومت سره په هر ډول مواردو مشوره وکړي او په ګډه سره د ستونزو لهپاره حل لارې ولټوي؛ خو د حکومت په اړه تصمیم د قانون له مخې کېږي او پهدې اړه اساسي قانون هم د حکومت موده تعینه کړېده.
په ورستیو کې په حکومت د یو شمېر سیاستوالو نیوکو زور اخیستی او ښيي، چې په ادارو کې د مثبتو سمونونو، ښې حکومتوالۍ او فساد سره د مبارزې په برخو کې پاتې راغلی، چې دې ټولو په هېوادوالو د بېوزلۍ او وزګارتیا تر څنګ پر روان منفي اغېز کړی دی.