فلم د کشمیر په ښکلې او شنې درې کې پيل کیږي، د یوې کوچنۍ کورنۍ لور پيداشي، نوم پرې شاهده کیږدي، شاهده خبرې نه شي کولای، د کلي یو سپین ږیري ورته ووایي چې، شاهده د خواجه معین الدین چشتي زیارت ته بوځئ، هلته به روغه شي. د شاهدې پلار د یوې ستونزې له امله نه شي تلی او شاهده خپلې مور سره هند ته زیارت کولو له پاره لاړه شي. اووه کلنه شاهده له زیارته د راستنېدو پر وخت له اورګاډي ښکته شي، اورګاډی ترې لاړ شي او وړه پاکستانۍ ماشومه په هند کې پاتې شي.
پوون کمال چترویدي (سلمان) په بجهرنګي بهايي جان مشهور وي، کیسه یې داسې وي، چې پوون په ښوونځي کې څو ځله ناکام شي؛ پلار یې ډيلي ته راولیږي دلته چې د چا په کور کې اوسیږي د هغه د لور راسیکا (کرینه کپور) سره یې مینه پیدا شي او همدلته مېشت شي.
بجهرنګي بهايي ډير ساده، رښتینی او سپین زړی ځوان وي، شاهده ورسره مخ شي. ګونګۍ ماشومه خبرې نه شي کولای، د خپل ځای ځایږي پته نه شي ورکولای. بلاخره بجهرنګي پوه شي، چې شاهده پاکستانۍ ده او تکل وکړي، چې پاکستان ته یې راولي او خپلې کورنۍ ته یې وسپاري.
پاکستان ته په راتګ یې پولیس ونیسي او د جاسوس په تور یې بندي کړي، د پولیسو په ماموریت کې شاهده په یوې جنتري کې د کشمیر یو انځور وویني او بهجرنګي پوه شي، چې شاهده باید کشمیر ته ورسوي.
په همدې وخت کې یو ځایي خبریال چاند نواب ( نوازالدین صدیقي) هم بهجرنګي د جاسوس په نوم معرفي کړي؛ خو تر خبر خپرولو دمخه پوه شي، چې هغه جاسوس نه دی او ماشومه یې راوستې ده.
چاند نواب له بهجرنګي سره ملګری شي، د پولیسو له ماموریته وتښتي؛ بلاخره ماشومه تر ډېرو شخړو وروسته خپل مور او پلار ته ورسیږي خو بهجرنګي لا هم د جاسوسۍ په تور بندي وي، چاند نواب یې فلم په انټرنټ کې خپور کړي او خلک خبر کړي چې بهجرنګي یوازې یوه ګونګۍ ماشومه خپل کور ته راوستې نوره هیڅ ګناه نه لري، جاسوس نه دی، خو د دواړو هېوادو په اختلاف کې ګیر شوی دی او دوی غواړي سیاسي ګټه ترې پورته کړي .
خلک راپورته کړي، په کشمیر کې د هند او پاکستان ګډې پولې ته راوبولي، هلته د پولې پر دروازه د پوځ د ځايي قومندان په تفاهم برید وکړي، دروازه ماته کړي او بهجرنګي هند ته واوړي، د اوښتو په وخت کې ماشومه شاهده د خلکو په منځ کې رامنډه کړي، هڅه کوي، چې بهجرنګي ته غږ کړي په همدې وخت کې یې له ستوني غږ راووځي او بهجرنګي مخ را راواړوي. شاهده ورمنډه کړي، د دواړو پولو تر منځ یې بهجرنګي په غیږ کې ونیسي، دانو هغه صحنه ده، چې د فلم کرکټرونه او لیدونکي ټول پکې ژاړي او فلم همدلته پای ته رسیږي.
خبرې:
د بجهرنګي بهایي جان فلم په اړه په هند او نړۍ کې ډير زیات مثبت نظرونه وړاندې شوي، د ځېنو لیدونکو په وینا د سلمان خان په ټول هنري سفر کې دا تر ټولو غوره فلم دی.
لیدونکي هم وايي، چې د دې فلم ټول قوت د فلم په کیسه کې ده، دا چې کیسه یواځې په انساني عاطفې لیکل شوې ده، نو انساني عاطفه د نړۍ د ټولو انسانانو تر منځ شریک ارزښت دی؛ ځکه هر لیدونکی په فلم کې خپل ځان ګوري.
په فلم کې یو ښه کرکټر د ځايي خبریال چاند نواب ( نواز الدین صدیقي) دی. دا سړی خپل ځانګړی انداز لري او د نانا پاټیکر، عرفان خان او ځېنو نورو لوبغاړو غوندې ډیر طبیعي تمثیل کوي، چې په دې فلم کې یې هم دا ځانګړنه لیدل کیږي.
په فلم کې زیاتره پاکستاني چارواکي او عوام دې ته اړ کیږي، چې د خپل دولت او حکومتي پالیسي پر ضد له هندي مساپر بهجرنګي ملاتړ وکړي، لامل یې همدا دی چې دوی ته یواځې یو انسان راغلی وي، داسې انسان چې د یوې مور د زړه ورکه ټوټه یې بیرته ورته راوړې وي.
دلته یو پیغام دا هم ورکول کیږي، چې ولسونه که وغواړي او ویښ شي؛ نو د شته نظامونو پر ضد ډېر څه کولای شي او خپلې غوښتنې او ارزښتونه پرې منلی شي.
د IMDB ویب پاڼې په حواله دا فلم په اصل کې د هرېتیک روشن و، چې پلار یې راکېش روشن یې باید لارښوود وی، خو د فلم لیکوال ویجیندرا پراساد غوښتل، چې د فلم په تولید کې له راکېش روشن سره شریک شي، د راکېش روشن اصول دا دی چې له چا سره شریک فلم نه جوړوي، نو د دې مخالفت پایله دا شوه، چې فلم د کبیر خان په لارښوونې سلمان خان ته ورکړل شو.
دا هم ویل کیږي، چې په فلم کې د چاند نواب لومړنۍ صحنه د یوه رښتیني پاکستاني خبریال (چاند نواب) د یوه کليپ په تاثر جوړه شوې ده. د چاند نواب یوه ملګري یې دا ویډیو د ټوکو په نیت انټرنیټ ته ورکړې وه او کبیر خان یې په لیدلو دومره اغیزمن شو، چې د فلم صحنه یې هماغسې جوړه کړه.
د هند د سینما نامتو لوبغاړی عمران هاشمي د چاند نواب د رول لوبولو له پاره ګومارل شوی و؛ خو عمران بیرته له خپلې پریکړې اوښتی و او لامل یې دا و، چې ویلې یې په فلم کې د چاند نواب رول ډېر کوچنی دی.
د فلم لیکوال دا هم منلې ده، چې په دې فلم کې د بهجرنګي بهایي جان د رول لوبولو له پاره تر ټولو دمخه عامر خان ته وړاندیز شوی و.
د هندي سینما په تاریخ کې تر دهوم تري وروسته دا ستر فلم دی، دهوم تري په اولس ورځو کې ۲۸۳ کروړه کاروبار کړی و او دې فلم ۲۹۳ کروړه هندۍ کلدارې کاروبار کړی و.
فلم : Bhajrangi bhai jaan
لارښوو: کبیر خان
تولید: سلمان خان، روک لاین وینکاتیش
لیکوال: کې . وي. ویجیندرا پراساد
ریلیز: ۱۷ جولايي ۲۰۱۵
موده: ۱۵۹ دقیقې
ژبه: هندي
لګښت : ۱۴ میلیونه ډالر
کاروبار: ۹۵ میلیونه ډالر