د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، چې داعش ډلې مشران په کابل کې اوسېږي.
ده همداراز زیاته کړه، چې د داعش مهم غړي هره ورځ په کابل کې له مهمو دولتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي.
ظاهر قدیر چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار شنیوارو ته د داعش د ځپلو له پاره تللی و؛ نن ولسي جرګې ته حاضر شو.
قدیر ولسي جرګې ته په خبرو کې وویل، چې د افغانستان د امنیت شورا، ټول امنیتي چارواکي په لاس کې نیولي او په لوی لاس د داعش ملاتړ کوي.
ظاهر قدیر پر افغان حکومت او پاکستان تور پورې کړ، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له داعش نه ملاتړ کوي؛ نو په همدې دلیل، ښايي جګړه ژمي ته هم دوام وکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال په خبرو کې دا هم زیاته کړه، چې شینواري د داعش تر ټولو لوی مرکز دی.
ده زیاته کړه، چې له پولې هاخوا نه، شینوارو ته له ۲۰ زرو ډېرې کورنۍ راکډه شوې، چې ټول یې پاکستانۍ پېژندپاڼې لري او ډېر یې پر درنو وسلو سمبال دي.
ظاهر قدیر پخوا هم ویلي وو، چې د پاکستان حکومت د ننګرهار په شینوارو کې د داعش ډلې د ځای پرځای کولو او طالبانو د پرځولو له پاره خپله ټوله هڅه کوي.
قدیر د کوم دولتي چارواکی نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه، کله چې کوم وسله وال ونیسي؛ د لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا ورته د خوشې کولو امر کېږي.
قدیر دا خبره هم رد کړه، چې په شینوارو کې شاوخوا ۵۰۰ وژل شوي داعشیان دولت وژلي، بلکې د ده کسانو او د ده له خوا په دغې ولسوالۍ کې د اسلامي دولت د غړو د ځپلو په پار د ولسي پاڅونوالو له خوا وژل شوي دي.
ده پر حکومتي چارواکو دا تور هم پورې کړ، چې د ده د کور خواته اېښودل شوي بمونه په امنیتي موټرو کې لېږدول شوي وو.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې افغان دولت ورسره د مخالفینو او داعش په ځپلو کې نه یواځې دا چې مرسته نه کوي، بلکې ده ته خنډونه جوړوي او د ده مخه نیسي.
ده زیاته کړه، چې بېرته به شینوارو ته لاړ شي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.
وړاندې له دی، چې ظاهر قدیر له خپلو کسانو سره د داعش د ځپلو له پاره شینوارو ته لاړ شي؛ د شینوارو له اچین ولسوالۍ څخه د داعش د ظلمونو په اړه داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې دغې ډلې عام خلک وژلي او د هغوی کورونه يې ورسوزولي دي.
د یوې لومړنۍ سروې له مخې د شینوارو، له اچین، هسکې مېنې، شېرزادو، کوټ، بټي کوټ او ځېنو نورو ولسوالیو نه، د داعش له وېرې تر ۲۰ زره ډېرې کورنۍ جلال اباد ښار او نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.