د جوزجان د قرقین ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ويلي، طالبان د نشهيي توکیو د قاچاق او د خلکو د برمته کولو له لارې خپل جنګي لګښتونه برابروي.
دوی وايي، طالبانو په دغې ولسوالي کې خپل بریدونه زیات کړي او په وینا یې، ولسوالي یې هم کلابنده کړې ده.
د قرقین ولسوال شکرالله جاهد د دغې موضوع د تایید ترڅنګ، سلاموطندار ته ويلي، طالبان د نشهيي توکیو د قاچاق او د خلکو د برمته کولو له لارې ځانونه تجهیزوي او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.
د قرقین ولسوال په وینا، په یاده ولسوالي کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او امنیتي مسوولانو هم تراوسه پراخ عملیات نه دي کړي.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي، طالبان هر ډول کارونه کوي او د نشهيي توکیو له قاچاق نه د خپلو شخصي او جنګي ګټو لپاره کار اخلي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د وسلهوالو د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، د دغې ډلې له لوري د دا ډول اقداماتو مسله واقعیت نه لري، خو په وینا یې، که ثابته شي، عاملانو ته به یې سزا ورکړي.
اړوند مطالب:
د جوزجانیانو اعتراض؛ طالبان مو له سیمو وباسئ
طالبان د جوزجان ښکلې نجونې په زوره نکاح کوي
طالبان د جوزجان له اوسېدونکیو هره میاشت ۶۰۰ زره افغانۍ ټولوي