طالبان غور کې له مدرسو جنګیالي جذبوي

د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دې ولایت شپږو لویديځو ولسوالیو کې د طالبانو له پراخ حضوره اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې ډلې غړي له څو اوونیو راپه‌دې‌خوا هڅه کوي چې د دیني مدرسو ځوانان او نوي‌ځوانان د طالبانو ډلې ته جذب کړي.

د دې ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي، دوی خپل اولادونو مدرسو ته د دیني زده‌کړې له‌پاره لېږي؛ خو وسله‌وال طالبان د ځوانانو له احساساتو کار اخلي او په خپلو تبلیغاتو سره هغوی د موجود نظام او دولت پروړاندې پاروي.

د دوی په وینا، طالبان په خلکو ظلم کوي او هغوی د عُشر او ذکات ورکولو ته مجبوره کوي.

د غور ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم دغو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري د سرتېرو جذبول تاییدوي او وايي، دغه ډله خلکو او دیني مدرسو کې له خپل نفوذه په ګټنې د نويو او تنکيو ځوانان د جذبولو او د دولت پر ضد د کارولو هڅه کوي.

خو د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، دوی تراوسه د طالبانو سرتېرو جذبولو په اړه کوم رپوټ نه‌دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي خطیبي په وینا، د دې ډلې غړي د خپلو ناوړو تبلیغاتو په لاره اچولو سره هڅه کوي، پر عام‌ولس خپلې ګټې تامین کړي. دی د غور اوسېدونکیو ته وایي چې طالبان د دې ولایت هېڅ‌ځای کې ملاتړي نه‌لري.

د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په‌داسې حال کې د طالبانو د سرتېرو جذبولو او ځورونو نه شکایت کوي چې په وینا یې، دغه ډله تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو او ښوونځیو ته د نجونو د تلو مخه نیسي.

ورته مطالب:

جوزجان کې د طاهر یولداش زوی او یو پاکستانی جنرال طالبانو ته کسان جذبوي

جوزجان کې ازبکستاني وسله وال د ترهګریزو فعالیتونو له پاره ماشومان جذبوي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام