طالبان د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د خیالي ښار واکمنان دي

د غزني ولایت امنیې قوماندان جنرال امین الله امرخېل

د غزني ولایت ناوې ولسوالي د طالبانو په نظامي مرکز او روزنځای بدلې شوې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې د ناوې ولسوالي د هېواد په ۷ سوېلي ولایتونو کې د جګړې د دوام لامل ده.

دغه ولسوالي له غزني ښاره ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې له ۸ کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده. ناوه ولسوالي له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ده او د وسله والو طالبانو د تګ را تګ او د هغوی د تجهیزولو له پاره خوندي سیمه ګرځېدلې ده.

د غزني ولایت امنیه قوماندان له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ناوه د طالبانو او سیمه ییزو ترهګرو له پاره د قوماندې، جلب او جذب مرکز او د دوی نظامي تجهیزات او ټول لوژیستیکې توکي د ناوې په غرونو کې خوندي ساتل کېږي.

دی زیاتوي، چې د طالبانو له وجوده د ناوې ولسوالۍ پاکول د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو غوښتنه ده او دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له انده مهم ارزښت لري.

امرخېل وايي، چې د غزني ولایت امنیتي ځواکونه د ناوې ولسوالۍ د پاکولو او نیولو توان نه لري، په خبره یې، د دې ولسوالۍ د نیولو له پاره یو لوی نظامي تشکیل ته اړتیا ده، چې افغان حکومت په اوسمهال کې د دې د امنیت د خوندیتوب توان نه لري.

د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ د هېواد په وجود سرطاني سیمه بولي او وايي، چې طالبانو هلته د ولایت مقام، د پولیسو امنیه قومانداني، محکمه، مخابراتي مرکز، روغتون او استخباراتي مرکز جوړ کړي دي.

د جامع په خبره، غزني د طالبانو او د سیمې ترهګرو د ارمان ښار سیمه ګرځېدلې.

دی وايي، چې طالبان د ناوې ولسوالي په مرکز کې څو کلینیکونه جوړکړي دي، چې د پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو د طالبانو ټپیان دلته د درمنلې له پاره راوړي او هغه ټپیان چې حالت یې نازک وي، د درملنې له  پاره یې پاکستان ته لېږدوي.

د غزني ولایت د سولې عالي شورا رییس خلیل الله هوتک وايي، چې د ناوې ولسوالۍ خلک په دې وروستیو کلونو کې د حکومت له خدمتونو بې برخې دي او زیات شمېر ځوانان د ښوونې او روزنې د نه شتوالي له امله د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي دي.

هوتک په حکومت نیوکه کوي، وايي، درې کاله کېږي، چې شاوخوا ۴۰۰ سیمه ییزو پولیسو چمتووالی ښودلی، چې په ناوې وسله والۍ حمله وکړي، خو حکومت تر اوسه پورې د جګړې او برید اجازه نه د ورکړې.

له بل لوري وسله والو طالبانو دوی ته د منسوبې وېبپاڼې پر مخ یوه ويډیو خپره کړې، له مخې دوی ادعا لري، چې له لسو کلونو راهیسې ناوه ولسوالۍ د دوی په واک کې ده او هلته یې قضايي، نظامي او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام