طالبان د بې‌ګناه وګړو په وژلو سره د شینډنډ ولسوالۍ د تقسیم مخنیوی غواړي

 

په پام کې ده، چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په رسمي ډول په څلورو ولسوالیو تقسیم شي.

همدارنګه په پلان کې و، چې د دغو څلورو ولسوالیو د تشکیلاتو په اړه سیمه ییز چارواکي غونډه وکړي، خو د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو دیني عالم د ترور او وژنې وروسته دغه ناسته و ځنډیده.

شینډنډ د هرات ولایت یو له ناامنو ولسوالیو بلل کيږي، چې د دغې ولسوالۍ د عامو وګړیو پر وینا، د وسله والو له لوري هلته قتل عام پېل شوی، هره ورځ د شینډنډ ولسوالۍ له اوسیدونکو قرباني اخلي او کورونه يې لوټل کيږي.

د یادې ولسوالۍ ځينې اوسيدونکي نن شنبه (جولای ۶مه) د یو لاریون په ترڅ کې وویل، چې شینډنډ اوسمهال د سیمې او پاکستان د استخباراتي جنګ په ډګر بدل شوی دی.

قومي مشر تورمحمد ظریفي او حفیظ الله وايي، مخکې له دې، چې دغه ولسوالۍ تقسیم شي وسله والو وحشت ګډ کړی دی او هره ورځ د دغه ولسوالۍ سپين ږيري او  عالمان ترور کوي.

د راپورونو له مخې هره ورځ له ۵۰ څخه ۶۰ پورې کورنۍ د هرات له شینډنډ ولسوالۍ څخه کډه کولو ته اړ کيږي.

د اوسيدونکو پر وینا، په تېر یوه میاشت کې تر ۴۰ پورې ملکي کسان د طالبانو د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

له بل لوري د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي، چې وسله وال طالبان غواړي د قومي مشرانو، عالمانو او نورو عامو وګړو په ترور او وژنې سره د دغه ولسوالۍ د تقسیم مخه ونیسي.

د هرات والي وايي، چې د ملاهبت الله او ملارسول پلویان په دغه ولسوالۍ کې فعالیت کوي او نه غواړي شینډنډ ولسوالۍ تقسیم شي، ځکه د ده پر وینا، بیا به د دوی د فعالیتونو ساحه محدوده شي.

شینډنډ د هرات ولایت جنوب طرف ته په ۱۲۵ کیلو مټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده؛ له ۲ میلیونو زیات نفوس لري او د ناامنیو د مخنیوي له پاره اوس حکومت د دغې ولسوالۍ له پاره نوې طرحه جوړه کړې، چې له مخې به يې په څلورو برخو وویشي، ترڅو د امنیت په ټېنګښت کې يې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام