طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز له لویې لارې د ورځې ۸ میلیونه افغانۍ ټولوي

وسله‌وال طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز له لویې لارې هره ورځ نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عاید لري.

په مرکزي بغلان ولسوالي کې ځینې امنیتي سرچینې وايي چې طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز پر لویې لارې له تلونکیو باروړونکیو موټر باج اخلي.

سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبان د مرکزي بغلان ولسوالي په تانک جاجي مجید، جنګل‌باغ، جرخشک او سرک شرکت سیمو کې د تالاشي پوستې لري او له هر باروړونکي موټر نه د ورځې له ۳ زره تر ۳۰ زرو افغانیو پیسې اخلي.

د دغو سرچینو په وینا، له یادې لویې لارې نه د طالبانو ورځنی عاید نږدې ۸ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د مرکزي بغلان ولسوال خان‌زاده مظلوم‌یار هم له باروړونکیو موټرو نه د طالبانو باج اخیستل مني او وايي، د دغې ډلې وسله‌وال له هر باروړونکي موټر نه له ۲۰ زره تر ۳۰ زرو افغانیو پورې ټولوي.

مظلوم‌یار زیاتوي، طالبان پر دغو پیسو د ځان او ډلې لپاره وسلې او نور جګړه‌ییز تجهیزات پېري.

هغه خبرداری ورکوي، تر هغه چې پر یادې لارې نظامي عملیات ونه شي، پر دغې لویې لارې به د طالبانو باج اخیستل همداسې دوام وکړي او په دې سره به په بغلان ولایت کې څو برابره ځواکمن شي.

اړوند مطالب:

دايکندي کې طالبانو يو روغتيايي مرکز له منځه وړی

طالبان په جوزجان کې د خلکو تښتولو او قاچاق له لارې ځانونه تمویلوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام