طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مناسب وخت ګوري

افغانستان کې د سولې راوستلو له‌پاره د هڅو په دوام او په هېواد دننه او بهیر کې د سولې له غونډو وروسته دا ځل اروپايي ټولنې د «افغانستان فرهنګ؛ د سولې فرهنګ» تر نوم لاندې غونډې په جوړولو سره هڅه کوي چې هېواد کې د سولې راتلو له‌پاره زمینې برابرې کړي.

د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد دې غونډه کې وویل، که‌چېرې طالبان د افغان حکومت د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي؛ د دوی په ټولو غوښتنو به د خبروـ اترو پر مېز بحث وشي.

د ښاغلي مجاهد  په وینا، طالبان خپلو کې د مشورو او خبرو په حال کې دي او د افغانستان د سولې غوښتنو په اړه به خپل دریځ مناسب وخت کې اعلان کړي.

ښاغلی مجاهد وايي، د سولې عالي شورا له وړاندې طالبانو سره مخامخ او غیرمستقیمې اړیکې لري چې دغه اړیکې به ډېر ژر پایله ورکړي.

د سولې عالي شورا سلاکار په وینا، پر طالبانو له بهر او دننه فشار راوستل ګټه نه‌لري او له دې ډلې سره باید د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د اروپايي ټولنې استازي پییر مایدون هم دې غونډې کې د ګډون پر مهال وویل چې د افغانستان د سولې پروګرام پراخ، بې‌مخینې او د نړۍ په کچه دی او دوی له‌دې پروګرامه ملاتړ کوي.

د مایدون په وینا، اوس ډېر ژر دی چې د افغانستان د سولې غوښتنو په اړه چې د کابل بهیر کې مطرح شوې؛ پرېکړه وشي.

د اروپايي ټولنې استازی زیاتوي، دا چې طالبانو تراوسه پورې د افغان حکومت د سولې غوښتنو په اړه سکوت غوره کړی؛ دا خپله دغې غوښتنې ته د مثبت ځواب ورکولو معنا لري او طالبان خپلو کې د خبرو په حال کې دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی همدارنګه وايي، دوی د ولسمشرۍ مانۍ، ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنو کې همکارۍ ته چمتو دي او را روانو ټاکنو ته یې څه باندې ۳۰ میلیونه یورو بېلې کړې‌دي.

دا داسې مهال دی، د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې فډریکا موګیرني تاشکند غونډه کې ویلي وو، که‌چېرې طالبان د افغانستان سولې غوښتو ته مثبت ځواب ورکړي؛ د ملګروملتونو سازمان له تور نوملړه به د دې ډلې په ویستلو کې همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام