طالبانو ۹ کوچیان د جوزجان له قوش‌تپې ولسوالۍ تښتولي

د جوزجان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د یاد ولایت له قوش‌تپې ولسوالۍ ۹ کوچیان هغه مهال یوړل، کله چې د داعش ډلې پورې اړوند وسله‌وال د طالبانو له سیمې یو کوچی سره د لسګونو پسونو د طالبانو د حاکمیت له سیمې وتښتول.

د جوزجان درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ وویل، چې لومړی داعش ډلې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د وسله‌والو طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمې نه یو کوچی د لسګونو پسونو سره وتښتول او بیا د وسله‌والو طالبانو له غبرګون سره مخ شو.

د هغه پر خبره، طالبانو يې په بدل کې بیا د داعشیانو له سیمې ۹ کوچیان وتښتول.

هغه وايي، چې دغه کوچیان يې له  بیک سر، خانقاه، ترکمن اولدی سیمې تښتولي او بیا يې د جوزجان درزاب ولسوالۍ په  بزغاله‌خور کلي کې د خپل حاکمیت لاندې سیمې ته لیږدولي دي.

حشر وايي، چې د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې پلویانو ترمنځ خپلمنځي نښتې د درېيو اونیو راهیسې زیاتې شوې دي او د دوی له امله زیاتو ملکي وګړو ته زیان رسیږي.

په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري بیا دغه پېښه نه تایدوي او نه يې هم ردوي، خو وايي چې په‌دې وروستیو کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلافات زیات شوي، چې حتا نښتې يې هم سره کړې دي.

د ویلو ده، چې په‌دې اړه وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام