وسلهوالو طالبانو بېګا نیمه شپه شاوخوا ۳ بجې د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ په کیلهګۍ سیمه کې د تاجیکستان او اوزبیکستان وارداتي برېښنا یوه بله پایه ویجاړه کړې ده.
په تېرو شلو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د شپې لهخوا وسلهوال طالبان دې ساحه کې د برېښنا پایې ویجاړوي.
له بلېخوا نن ګهیځ وسلهوالو طالبانو د دوشي ولسوالۍ په کیلهګۍ سیمه کې د کابل ـ شمال پر لویې لارې برید کې د بغلان پولیسو د څلورمې حوزې امر محمد حسن کشمي کابل ته پر لار وژلی دی او دغهراز یې په یاده سیمه کې د پولیسو پر یوې قرارګاه هم بریدونه کړي دي.
ورته وخت کې په بغلان ولایت کې د غوري برېښنا شبکې رییس سلطان احمد عزیزي چې د پایې جوړولو او برېښنا بیاځلي وصل په موخه سیمې ته تللی سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، کاري ډله یې په جګړه کې ایساره پاتې ده.
ښاغلی عزیزي وايي، په دې ساحه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې دوام د برېښنا پایې بیا جوړولو او د کابل برېښنا نښلو چارې ځنډولي دي.
د بغلان امنیې قوماندان اکرام الدین سریع تاییدوي چې طالبانو د دې ولایت څلورمې امنیتي حوزې امر وژلی دی.
دی وايي، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عملیات پيل شوي دي.
د ښاغلي سریع په خبره، اوسمهال د کابل ـ بغلان لویې لارې امنیت ټینګ شوی دی او کومه ځانګړې ستونزه نه ده موجوده.
طالبانو دوه اوونۍ مخکې هم د کیلهګۍ ښوونځي په سیمه کې د برېښنا یوه پایه نړولې وه په پایله کې یې پر کابل د لنډې مودې لهپاره برېښنا غوڅه شوې وه. خو دا ځل د برېښنا یوې بلې پایې په نړولو سربېره له امنیتي ځواکونو سره هم نښته کړې ترڅو کابل ته د برېښنا بیا وصولو مخنیوي وکړي.
د بغلان امنیتي مسوولانو په خبره، دې ولایت کې د وارداتي برېښنا شاوخوا ۷۰۰ پایې لګول شوي دي او د امنیتي ځواکونو شمېر ته په کتو د دغو ټولو پایو امنیت ټینګول ستونزمن کار دی.