غور کې امنیتي مسوولان وايي، طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه له ۳ ماشومانو سره بیولي او ۴ خره یې هم مردار کړي دي. دا پېښه پرون د غور په چهارسدې ولسوالي کې شوې ده.
د چهارسدې ولسوالي امنیې قوماند حبیبالله راجي سلاموطندار ته ویلي، وسلهوالو طالبانو هغه څلور خره مردار کړي چې په وسیله یې په دغې ولسوالي کې دولتي ځواکونو ته خوراکي توکي لېږدول.
د نوموړي په وینا، طالبانو یوه ښځه او ۳ ماشومان چې د یادو خرو څښتنان وو، هم نیولي او د دغې ولسوالي «ګهرکلا» ته یې له ځانه سره بیولي دي.
دغه څلور کسان د چهارسدې ولسوالي د «منګ» سیمې اوسېدونکي او د دولت پلویان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.