د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، هغه وسله وال طالبان چې تېر پسرلی د سولې بهیر سره یو ځای شوي وو؛ تېره شپه یې د شبرغان ـ سرپل لویې لارې د توپان له امنیتي پوستې ۷ سرحدي پولیس او یو ساتنمن له ځانه سره وړي دي.
د دې ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشع وايي، چې د روان کال په جوزا میاشت کې د ملا طاهر په نوم یو طالب قوماندان له خپلو ۱۰ تنو ملګرو سره د سولې بهیر سره یو ځای شوي وو.
خاشع وویل، ملا طاهر د دولتي چارواکو له خوا د توپان امنیتي پوستې قوماندان ټاکل شوی و.
د ده پر خبره، ملا طاهر د خپلو ۱۵ ملګرو سره یو ځای ۸ پولیس هم په زور د طالبانو لیکو ته بولي دي.
ملا طاهر د جوزجان ولایت د دشت لیلی او د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سیمه کې د طالبانو مهم قوماندان و، چې روان کال د جنرل دوستم په مشرۍ ترسره شویو چاڼیزو عملیاتو کې له دولت سره یوځای شوی و.
د راپورونو له مخې دا لومړی ځل نه دی، چې وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای کېږي؛ د امتیازاتو او نظامي تجهیزاتو له ترلاسه کولو وروسته د طالبانو لیکو ته ورځي.
له دې مخکې هم د طالبانو یوې تسلیم شوې ډلې د پوستې ملګري وژلي وو او له نظامي تجهیزاتو سره یو ځای د طالبانو لیکو ته ورغلي وو.