طالبانو په دایکندي کې ۲۰ موټر چلوونکي او دوکانداران برمته کړي

راپورونه وايي، چې طالبانو د افغانستان دايکندي په کجران ولسوالۍ کې ۲۰ موټر چلوونکي او دوکانداران برمته کړي دي.

د کجران ولسوال ضامن پویا سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو دغه کسان نن چهارشنبه ( ۲۰۱۵م زيږديز کال/ مارچ۲۵) د یادې ولسوالۍ له کوتل چوقدار سيمې برمته کړي.

د پويا په وينا، طالبانو د برمته شویو کسانو مالونه هم سره د پنځوو موټرو له ځانونو سره وړي دي.

همدارنګه يو امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته د پېښې پخلی کړی دی.

تر اوسه طالبانو یا بلې کومې وسله والې ډلې ددې پېخې په اړه څه نه دي ویلي خو ځایي دولتي چارواکي یې پر طالبانو باندې ور اړوي.

یاده دې وي، چې نږدې يو میاشت وړاندې هم د کابل ـ کندهار پر لویه لاره ۳۱ هزاره مسافر برمته شوي و، چې د ژغورنې لپاره يې ځانګړي پوځي عمليات هم وشول، خو تر اوسه د برمته شويو کسانو د خلاصون خبر نه دی خپور شوی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام