د میدان وردګ سیمهییز چارواکي وایي، چې نن سهار د (می پر ۳۱مه) لسګونو وسلهوالو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ په بېلابېلو امنیتي پوستو بریدونه کړيدي.
د جلرېز ولسوال نقیبالله حیدري سلام وطندار ته وویل، تر دامهاله د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او سیمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي.
حیدري زیاتوي تراوسه پهدې جګړه کې د دوو پولیسو په ګډون ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شويدي.
د ده پر وینا، په وژلو شویو وسلهوالو کې د تورن په نامه د وسلهوالو طالبانو یو مشهور قوماندان هم وژل شویدی.
په ورته وخت کې د میدان وردګو یوې امنتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو له سهار راهیسې د کابل ـ بامیانو لویه لار هم تړلې ده.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې د جلرېز ولسوالۍ دوه امنیتي پوستې یې نیولي او ګڼ شمېر امنیتي سرتېري یې وژلي دي.