طالبانو په بادغیس کې د ملي‌اردو ۲پوستې نیولې

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ سلام وطندار ته وویل چې تېره شپه ۱۰بجې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ طالبانو له پرمختللیو وسلو سره د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي کلي کې د ملي‌اردو پر پوستو بریدونه وکړل.

د هغه په خبره، طالبانو له څو ساعته نښتې وروسته ۲پوستې نیولې دي.

ښاغلی بیګ زیاتوي، په‌دې نښته کې یو سرتېری وژل شوی، ۷ ټپيان شوي او ۱۲ نور نادرکه دي.

هغه همداراز وايي چې امنیتي ځواکونو د کومکي ځواکونو ژمنه کړې؛ خو په وینا یې که ژر ور ونه رسېږي؛ ممکن بالامرغاب سقوط شي.

ورته مطالب:

بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي

په بادغیس کې طالبانو د اردو ۳۰ سرتېري وژلي

بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی

په ورته وخت کې د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي چې په‌دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او د ۵ تنو سرتېرو د ټپي کېدو تر څنګ طالبانو د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې ده.  

دی د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو اسارت ردوي او زیاتوي چې مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

له‌دې سره هم‌مهاله طالبانو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوو نیول شویو پوستو د تصویرونو د خپرولو ترڅنګ ویلي چې ۷ افغان سرتېري یې وژلي او ۶ یې اسیران کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام