طالبانو ټول کمانډو سرتېري خوشې کړي

 

د ملي امنيت شورا دفتر وايي چې د زندانیانو د تبادلې بهير پای ته ورسېد. يادې شورا نن وروسته له غرمې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې حکومت د سولې د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې پر بنسټ او د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پيل په موخه يې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو بهير بشپړ کړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د دولت له زندانونو ياد شمېر بنديان د هغه نوملړ له مخې خوشې شوي کوم چې طالبانو جوړ کړی و.

خو امنيت شورا زياتوي چې د طالبانو له ۵۰۰۰ بنديانو يوازې هغه طالبان نه دي خوشې شوي چې د  هغوی په اړه نړيوال غبرګونونه موجود دي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د يادې ستونزې حل لپاره يې ډيپلوماټيکې هڅې پيل کړې دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغان حکومت غواړي چې د طالبانو ۷ بنديان د قطر دوحې ته ولېږدوي. ټاکل شوې دغه ۷ طالبان بندیان په قطر کې تر نظارت لاندې وي.

دغه ۷ طالب بنديان چې د فرانسې او اسټراليا د اوسېدونکيو په قتل تورن دي، د خطرناکو طالبانو له ډلې شمېرل کېږي چې څه موده وړاندې يادو هېوادونو له افغانستانه غوښتي وو چې دغه بنديان خوشې نه‌کړي.

رويټرز خبري اژانس د يوه افغاني چارواکي له قوله ليکلي، که څه هم ياد بنديان د بهرنيانو په قتل تورن دي او حکومت يې د خوشې کولو هوډ نه درلود؛ خو اوس دريځ بدل شوی او ډېر ژر به يې خوشې کړي.

غربي ډیپلوماټانو او طالبانو کې سرچینو هم له رویټرز سره په یوه مرکه کې قطر ته د بندیانو لېږد تایید کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام