د لوګر ځای اوسېدونکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو له پرون د (سهشنبې) راهیسې په محمداغې او مرکز پل علم کې د نجونو دوه ښوونځي تړل شويدي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې د پوهنې ریاست او قومي مشران پهدې هڅه کې دي، چې ژر تر ژره تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.
بل خوا د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام وطندار ته وویل، چې تړل شوي ښوونځي د محمداغې د سرخاب او د پورک په نومونو یادېږي.
عرب زیاته کړه، چې دغه ښوونځي په بشپړه توګه نهدي تړل شوي؛ بلکې وسلهوالو طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه نهورکوي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.