طالبانو د یو اسیر سرتېري پلار ووژلو

وسله والو طالبانو د ملي اردو د یو اسیر سرتېري پلار او د ترور مېړه یې ورته وژلي دي.

د سرپل ولایت ځايي مسوولین وايي، دا پېښه تېره ورځ د دې ولایت په علف سفید سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام وطندار ته وویل، دا سرتېری د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې له طالبانو سره اسیر دی.

اماني وايي، د دې سرتېري پلار او د ترور مېړه یې د نوموړي لیدلو ته د سمنګانو ولایت له روی دواب ولسوالۍ هلته ورغلي وو.

د والي ویاند وویل، چې دا کسان د بېرته راتګ پرمهال د طالبانو د یوې ډلې له خوا ووژل شول.

دی وايي، یاد سرتېری دوه کاله مخکې د کوهستانات ولسوالۍ د سقوط په وخت کې طالبانو ونیولو او تراوسه ورسره اسیر دی.

د سرپل امنیې قوماندان خلیل الله دستیار هم دغه پېښه تایید کړې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام