طالبانو د کابل ـ کندهار لویه لار تړلې

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د میدان وردګو ولایت په ځېنو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د دولت پر وړاندې نظامي عملیات روان دي له کبله یې ټول ټرانسپورټي شرکتونه باید مسافر کابل ته ونه لېږدوي او نه يې هم له کابله ـ کندهار ته ولېږدوي.

د خبرپاڼې په حواله که هر شرکت سرغړاوی وکړي مسوولیت یې خپل دی. په خبرپاڼه کي راغلي دي دا کار يې د ملکي خلکو د خوندیتوب له‌پاره کړی دی.

په کندهار کې د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت استازي حاجي دوست‌محمد سلام‌وطندار ته وویل، د شپې ناوخته امنیتي مسوولانو خبر ورکړ چي مسافر کابل، هرات او نورو ولایتونو ته ونه لېږدوي.

د ده په خبره، دوی ته د دې لارې د تړل کېدا په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

نوموړی وايي، هره ورځ يې له ۲۰۰ زیات کسان کابل ته لېږدي او اوس یې هم ټکټونه ویشلي؛ خو د تګ اجازه نه‌لري.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي وايي، تراوسه په دې اړه معلومات نه‌لري. دغه‌راز د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند دراني، د پرلپسې اړیکو سره ـ سره ځواب ورنه‌کړ.

د زابل د والي ویاند ګل‌اسلام سیال وايي، تراوسه هېڅ موټر نه د کابل او نه هم د کندهار له‌خوا تللی دی.

د ده په خبره، پرون طالبانو ټرانسپورټي شرکتونو ته ویلي چې د نامعلوم وخت پورې دې مسافر نه لېږدوي.

په کندهار کې په سلګونو بند مسافر د لارې له بندېدو شکایت کوي. دوی وايي، ناروغان، سپین‌ږیري او ښځې ورسره دي؛ خو لاره بنده ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام