د بغلان ولایت د پوهنې مسولین وايي، طالب وسله والو د دغه ولایت د پلخمري ښار اړوند ډنډې غوري سیمې ښوونځيو نه نظامي پوستې جوړې کړي دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالقادر رسولي سلام وطندرا ته وویل، له دوو میاشتو را هیسې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ د نښتو زیاتېدو له امله د ۳۰ ښوونځیو دروازې تړل شوي دي او شاوخوا ۱۰ زره زده کوونکي، چې هلکان او نجونې دي ښوونځیو ته له ورتګ پاتې شوي دي.
رسولې همدا ډول وویل، د ډنډې غوري په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د څوو ښوونځیو ودانیو اور واخیسته او په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
له بل لوري زده کوونکي په سیمه کې د جګړې له امله نه شي کولای، چې ښوونځیو ته لاړ شي او وايي، چې وسله والو یې د ښوونځي په خپلو سنګرونو بدل کړي دي.
دوی زیاتوي، هر ورځ په وېره کې ژوند کوي.
د دغو زده کوونکو کورنۍ له دولته غواړي، چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له پاره دې هڅه وکړي.
دوی وايي، حالت دې کچې ته رسېدلی، چې د جګړې هیڅ لوری پر سیمې بشپړ تسلط نه لري او له دوو میاشتو نه زیاته موده کیږي، چې نښتې روانې دي.
"هر ورځ دغه سیمه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس کیږي."
دوی همدا ډول شکایت کوي، چې د هرې ورځې نښتې او د ګولیو د غږونو له امله اولادونو ته یې رواني ستونزې پیدا شوي دي.