طالبانو د ولسمشر د کلي ټول ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت د پوهنې چارواکي وایي، چې نن سهار د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب کلي ټولو ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپورعرب سلام وطندار ته وویل، چې په تړل شویو ښوونځيوکې ۳ د نجونو او۵ یې د هلکانو  ښوونځي شامل دي.

عرب زیاته کړه، چې نن سهار لسګونه وسله وال طالبان د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب ښوونځيو ته ورغلي، زده کوونکي او ښوونکي په مرګ ګواښلي دي او د دغې سیمې  ټول ښوونځي یې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دغو ښوونځيو کې د سرخاب د هلکان لیسه، د مزګین منځنی ښوونځی، د درې د نجونو منځنی ښوونځی، د چینوسرمنځنی ښوونځی، د سلطان سرخاب منځنی ښوونځی، د بي بي خدیجې ښوونځی او د بي بي زینب منځنی ښوونځی شامل دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وايي، چې په دغو ښوونځيو کې ۲ زره زده کوونکو زده کړې کولې.

 بل خوا د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان مطیع الله صادق سلام وطندار ته وویل، چې دوی ته هم داسې خبر رسیدلی، خو تراوسه يې معلومات نه دي بشپړ شوي.

د سرخاب  د سیمې اوسیدونکي هم وايي، چې نن سهار(شنبه اګست۱۳مه) د دوی د سیمې ټول ښوونځي او روغتیايي مرکزونه د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي دي.

سرخاب د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني کلی دی، چې شاوخوا یونیم زره کورنۍ په کې ژوند کوي، خو دوروستیو ناامنیو له کبله تر ۵۰۰ ډیرې کورنې مرکز پل علم او پلازمینې کابل ته کډه شوي دي.

یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام