طالبانو د هلمند شمالي ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین مخنیوی کړی

د هلمند چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت په شمالي ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین مخنیوی کړی چې ځايي چارواکي يې د علت په اړه معلومات نه‌لري؛ خو وايي، په یادو ولسوالیو کي د پولیو ضد واکسین ټېمونو ته د فعالیت اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

نوزاد، کجکي، باغران، موسي‌کلا، واشیر او سنګین د هلمند شمالي ولسوالۍ بلل کېږي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، هغو سیمو کې ـ چې تر دولتي حاکمیت لاندې دي ـ هیڅ ستونزه نه‌شته؛ خو هغه ولسوالۍ او سیمې چې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي؛ د واکسین مخنیوی شوی. د ده په وینا، د قومي مشرانو او د سیمي اوسېدونکیو سره په اړیکه کي دي چې د ستونزې اصلي علت معلومه او حل‌لاره یې پيدا کړي.

د دې ترڅنګ د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالاحد حازم وايي، دوی هم خبر شوي چې په ځېنو سیمو کې د پولیو واکسین مخنیوی شوی؛ خو په رسمي ډول تراوسه دوی ته څه نه‌دي ویل شوي.

دی د ستونزې د ژر حلېدلو هیله لري او وړاندیز کوي چې د روغتیا په برخه کې راپورته شوې ستونزې یوازې د دولت مسوولیت نه‌دی بلکې په‌دې برخه کې د ولس ملاتړ اړین بولي.

په ورته وخت کې د هلمند اوسېدونکي اندېښنه لري او وايي، که څوک د پولیو ضد واکسین مخنیوی وکړي؛ په‌دې سره به ماشومان له یاد ویرسه خوندي پاتې نه‌شي او ډېری ماشومان به په دایمي ګوزڼ اخته شي چې وروسته به بیا هېڅ درملنه نه‌لري.

دوی وايي، د جګړې دواړې غاړې دې خلکو ته په عامه خدماتو رسولو کي ستونزي نه جوړوي.

که څه هم ځايي چارواکیو د هلمند په ځېنو شمالي ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د پولیو ضد واکسین د مخنیوي خبر ورکړی؛ خو وسلواله‌و طالبانو تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

ورته مطالب:

طالبانو د پکتیکا ۳ ولسوالیو کې د پولیو پر واکسینو بندیز ولګولو

په خاکرېز ولسوالۍ کې ۱۳ زره ماشومان د ګوزڼ له واکسینه پاتې دي

عامې روغتیا ریاست: کونړ کې ۱۳ نیم زره ماشومان د ګوزڼ له واکسینه پاتې کېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام