طالبانو د فاریاب ولایت د میمنې ښار، دولت اباد، شېرین تګاب، خواجه سبزپوش او پشتون کوټ ولسوالیو برېښنا پرې کړې ده.
د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوال سیدعبدالله معصومي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ له یو ناکام برید وروسته، د کوتل ګورزاد په سیمه کې له ترکمنستان نه د راتېرې شوې برېښنا مزي پرې کړي او بیا یې د خواجه سبزپوش او شېرین تګاب ولسوالیو عمومي لارې تړلې دي.
معصومي وايي، چې طالبانو د شنبې پر شپه د سرای قلعه او کوسه قلعه په کلیو او یوې سیمې برید کړی، خو د ملي اردو او پولیسو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شوي دي. د دغه برید په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خو داسې اټکل کېږي، چې د فاریاب ولایت د برېښنا پرې کېدل، د طالبانو له دې هجومي بريد سره کومه اړیکه نه لري. دوه ورځې وړاندې د دغې ډلې یو شمېر مسوولانو له سیمه ییزو چارواکیو غوښتي وو، که د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته نفتي مواد ونه رسېږي؛ د تېلو دولتي ټانګرونو ته به اور ورته کړي او له ازبکستان نه د رالېږدېدونکې برېښنا مزي به پرې کړي.
په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان ملا نورالحق، چې ځان د خواجه موسی ولسوال معرفي کوي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، له څو ورځو راهیسې دولت د طالبانو پر مخ د تېلو د ورتګ مخې تړلې دي، که څه هم څو ځلې یې دولت ته اخطار ورکړی دی، چې هر څومره ژر کولی شي، لاره پرانیزي، خو دولت د دوی غوښتنه ونه منله.
نورالحق دولت ته اخطار ورکوي، که د دوی د نفتو د ورتګ لارې خلاصې نه کړي؛ دوی به دولتي ټانګرو ته اور ورته کړي او د برېښنا یوه یوه پایه به له منځه یوسي.
داسې برېښي، چې په پر له پسې ډول د طالبانو له خوا د برېښنا د پایو راغورځول د حکومت له پاره د یوې کمزورۍ په توګه کارېږي. په هر صورت تر اوسه معلومه نه ده، چې دولت د عامه ګټو د ساتنې له پاره ځانګړي تدابیر لري که نه.